"ولسمشر غني د عمومي وضعیت ارزولو لپاره پکتیا ته تللی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې محمد اشرف غني د افغانستان جنوب ختیځ ولایت پکتیا د سفر په ترڅ کې به د څو پرمختیايي پروژو پر پرانیستې سربېره دغلته د امنیت عمومي وضعیت هم و ارزوي.

دا د ملي وحدت حکومت له جوړېدو را وروسته پکتیا ولایت ته د افغان ولسمشر درېیم رسمي سفر دی

.

نوموړی لومړی ځل، د ۲۰۱۷ کال د ډیسمبر په ۱۵مه دغه ولایت تللی و او په ۲۰۳ تندر قول اردو کې یې د سولې په تړاو څرګندونې کړې وې.

دویم سفر یې د ۲۰۱۷ کال د اکټوبر په ۲۱مه و چې د وسله والو طالبانو د ډله ییز برید له قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره دغه ولایت ته تللی وو، خو د ارګ سرچینو پر بنسټ، پخپل درېیم سفر کې به د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ د ودانۍ پر پرانیستې سربېره څو نورې پرمختیايي پروژې هم پرانیځي.

د پکتیا د امنیه قومندانۍ ودانۍ د تېرکال د اکټوبر په ۱۷مه د هغه ډله ییز برید په پایله کې زیانمنه شوې وه، چې د دغه ولایت د امنیه قومندان "توریالي عبدیاني" په ګډون پکې ۴۸ کسان وژل شوي وو.

د ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي لیکلي، ښاغلی غني به په دغه سفر کې د پکتیا برېښنا سب سټېشن، صنعتي ښارګوټي او د ګردېز زرمت د سړک پرانیسته هم وکړي.

په پکتیا کې ځايي خبریال فرید ظاهر بي بي سي ته وویل، ولسمشر پخپلو خبرو کې وویل، دوه ورځې به په پکتیا کې پاتې شي او له ځايي چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو سره به بېل بېل وګوري.

لویې پکتیا، چې ولسمشر غني یې نسبتا له ډېر ولسي ملاتړه برخمن دی، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې تر ډېره خپلې رایې د ښاغلي غني په ګټه کارولې وې.

دغه سیمه پر ډیورنډ کرښه پرته ده او له دولت او بهرنیو ځواکونو سره جنګېدونکې حقاني شبکه هم پکې فعاله ده.

ولسمشر غني پکتیا ولایت ته پخپل لومړي سفر کې د جنوب ختیځو ولایتونو له اوسېدونکو سره ژمنه کړې وه چې د ښوونې او روزنې، برېښنا ته لاسرسي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدا لپاره به لاس په کار شي.