محمد اسحق رهګذر د بلخ د نوي والي توګه معرفي شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلی نور له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د یوې تازه هوکړې له مخې خپله څوکۍ پرېښوده او ویلې یې دي چې د جمعیت اسلامي ګوند ډېری غوښتنې منل شوي او اوس له مرکزي حکومت سره د دې ګوند د متحدینو د ستونزو د هواري په هکله غږېږي.

د یادونې ده چې د نوې هوکړې له مخې جنرال اکرم سامع د بلخ د پولیسو د نوي قومندان په توګه ټاکل شوی دی. بل لور ته د ولسي جرګې غړی او پخوانی جهادي قومندان محمد اسحق رهګذر د بلخ د نوي والي توګه معرفي شو

.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د نوي والي معرفي مراسمو کې له ولسمشرۍ ماڼۍ سره د نوي والي ټاکل کېدو په تړاو وویل:

''نه یوازې له ولسمشر نه د ستونزو هواري لړ کې د تمکین لپاره مننه کوم، بلکې د مرکچیانو له ټیم، ښاغلي رحیمي صاحب، ښاغلي ستانکزي او ملګرو یې او په ځانګړې توګه د جمعیت له مشرتابه مننه کوم. ''

نوموړي زیاته کړه:

''د جمعیت ګوند ډېرې غوښتنې منل شوې دي او دغه راز له حکومت سره د دغه حزب د متحدینو ستونزې د هواري په حال کې دي. ''

ښاغلي نور د دغې (هوکړې) جزیات نه دي ویلي.

له دې مخکې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې هم ویلي و چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر تر تایید وروسته محمد اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل شوی چې نن له غرمې وروسته به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول معرفي شي.

ښاغلی رهګذر تېر مهال کې هم د بلخ د والي او د دغه ولایت د امنیه قومندان په توګه دندې تر سره کړې دي.

نوموړي د افغانستان د ولسي جرګې په ۱۵مه او ۱۶مه دوره کې د بلخ د خلکو د استازي په توګه هم ټاکل شوی و.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور تېره ورځ په مزار شریف ښار کې وویل له حکومت سره د جمعیت اسلامي ګوند پر غوښتنو هوکړې ته رسېدلی دی.

نوموړي وویل، د جمعیت ګوند او ارګ ترمنځ ستونزه هواره شوې او ډیر ژر به دواړه لوري چمتو شوې هوکړه لاسلیک کړي.

هغه وویل، د جمعیت ګوند مشرتابه له حکومت سره د هوکړې د لاسلیک واک ده ته ور کړی دی .

عطامحمد نور په ظاهره پخپلو خبرو کې د بلخ له خلکو سره خدای پاماني وکړه او خپلو ۱۴ کلنو لاسته راوړنو ته یې هم اشاره وکړه.

هغه پخپلو خبرو کې وویل، د جمعیت د درېوو کاندیدانو له ډلې به یو د بلخ د والي په توګه وټاکل شي چې د هغه په ټکیو له عطامحمد نور څخه به کم نه وي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د تېرکال په لیندۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د بلخ والي له خوا وړاندې شوې استعفا یې منلې او ژر به بلخ ته نوی والي ولېږي، خو عطا محمد نور چې د جمعیت اسلامي ګوند اجرایوي مشر هم دی، وویل، استعفا یې مشروطه وه او د یو کال پخوانیو خبرو پورې تړلې، چې له ارګ سره د جمعیت د ونډې په هکله پیل شوې وې، خو بې نتیجې پای ته ورسېدې.

نوموړي ټینګار کاوه چې د جمعیت اسلامي او د ملي حکومت د هوکړې له مخې په دغه دنده ګومارل شوی او د دې ګوند له پرېکړې پرته دنده نه پرېږدي.