د پاکستان او روسیې ملگرتیا څه هدف لري؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روسیه غواړي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې د خطر د مخنیوي لپاره د پاکستان او طالبانو سره ملگرتیا ولري.

د اې پي خبري اژانس په جنوبي اسیا کې د مختلفو ملکونو د نوي صف بندیو په هکله یوه مقاله لیکلي چې پاکستان د امریکا سره د خرابو شوو اړیکو د بیرته سمولو کوښښونه کوي او غواړي چې بندیزونه پری ونه لگول شي. پاکستان ( اوس چې ډیر ناوخته دی) په خپل ملک کې د ترهگرو ډلو په مالي مرستو بندیزونه لگولې

.

روسیه کوښښ کوي چې د افغانستان په سولې کې مثبت رول ولوبوي. د چاروکارپوهان وایي چې روسیه د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د نفوذ نه ویریږي او هم لدې کبله د پاکستان او طالبانو ته یې ځان نژدې کړیدی.

تیره اونۍ روسیې د پاکستان سره د اړیکو بهترولو په هدف د خیبرپښتونخوا په نوم یوه شورا جوړه کړه. خیبر پښتونخوا چې ننگرهار ته نژدې ده او د افغانستان هم پدغه ولایت کې د اسلامي دولت ډلې فعالیتونه پیل کړیدي. مسکو په افغانستان کې د داعش موجودیت اندیښمنه کړیده.

د خیبرپښتونخوا یو مشهور سرمایه دار محمد ارسلا خان چې روسیې خپل مشاور ټاکلی دی، وایي چې اقتصادي وده د ترهگرۍ ضد د ترټولو ښه لاره ده. هغه زیاته کړه چې هغه به د گاونډی ملکونو سره د سوداگرۍ د زیاتولو لپاره کار وکړي. پاکستان دا وخت د روسیې سره په ډیره ټیټه کچه تجارت کوي.

ځینې خلک وایي چې د روسیې پاکستان ته نژدې کیدل د امریکا لپاره د اندیښنې وړ ده ځکه امریکا لا تر اوسه په افغانستان کې ښکیله ده.

د سټالکهوم د سولې لپاره په تحقیقاتي مرکز کې کارپوه پیټر ټوپيچکانو وایي چې روسیه په افغانستان کې د امریکا په حضور اندیښمنه ده. هغه وویل "روسیه په افغانستان کې د ډېرې مودې راهیسې د امریکا په موجودیت او د هغوي د متحدینو په اړه اندیښنه لري. نو دا د روسیې په مفاد کې ده چې د افغانستان د وضع په اړه ځان خبر وساتي. او پاکستان روسیې ته هغه چوکاټ ورکولی شي."

د جان هاپکنگز په پوهنتون کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه ډینیل مارکي وایي چې د روسیې پاکستان ته د نژدی کیدو دوه اهداف دي یو دا چې په افغانستان کې د داعش د خطر مخه ونیسي او دوهم دا چې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت اثر راکم کړي.

ښاغلي مارکي وویل "خبره دا ده چې روسیه او پاکستان باید د افغانستان د جگړې په اړه زیات گډ مفاد لري. امریکا د دغو دواړو سره هغومره گډ مفاد نلري. که تاریخ ته نظر وکړو نو دا یو ډیر لوی بدلون دی."

تیره اونۍ د روسیې د بهرنو چارو وزیر سرگي لاورف په واشنگټن تور ولگاوه چې په افغانستان کې یې د داعش د ختمولو لپاره اغیزمن اقدامات ندي کړي.

واشنگټن په غبرگون کې په روسیې تور ولگاوه چې د طالبانو ملگرتیا کوي او ویي ویل چې په افغانستان کې یې د اسلامي دولت ډله تر ډیره حده ختمه کړیده.