پاکستان: ولسمشرغني هڅه کړې پرلت ته بل رنګ ورکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان د افغان ولسمشر وروستي ټویټونه د پاکستان په کورنیو مسلو کې د لاس وهنې معادل ګڼلي او وايي هڅه یې کړې بل رنګ ورکړي.

تېره اوونۍ چې په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته پرلت روان و، د نورو افغان چارواکو سربېره ولسمشرمحمد اشرف غني هم د لاریون ملاتړ وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي، د افغانستان مشرۍ له خوا د نقیب الله مسید له وژنې سره پر تړلې مسلې غږېدل، د پاکستان "کورنیو مسلو کې د لاسوهنې معادل دی

."

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته، پرلت او اوږد مارچ پر مهال ولسمشرغني ویلي ول، د توندلارۍ په وړاندې ډېر ښه ګام دی او دا د هر چا "اخلاقي" دنده ده چې ملاتړ یې وکړي.

ښاغلي فیصل ویلي، "افغان مشرۍ هڅه کړې پرلت ته بل رنګ ورکړي".

ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي ول "ما پر فغانانو او د سیمې پر خلکو غږ کړی چې باید د ترهګرۍ پرضد یو شي. هغه زیاته کړې وه "زما په اند د پښتنو اوږد مارچ زما هماغو څرګندونو ته ځواب او د بنسټ پالنې پر ضد د بېدارۍ نښه ده".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پښتنو پرلت د ټولنیزې مسلې په پار و او دې ته دې سیاسي رنګ ورنه کړل شي.

افغان ولسمشر د خپلو ټېوټونو په لړۍ کې پر رسنیو غږ کړی چې په بې پرې توګه خپله دنده پرځای او د پښتنو لاریونوالو غوښتنې خپرې کړي او نړۍ ته یې "سم" انځور وړاندې کړي.

 

2د پاکستان یو شمېر سیاسي کړۍ افغان لوری په دې تورنوي چې ګواکې د پښتنو پرلت بېلتون پالونکی خوځښت تعبیروي.

په کابل کې د وینلړلو بریدونو وروسته چې د طالبانو ډلې یې مسولیت پر غاړه واخیست، د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلې اړیکي لا خرابې شوې.

په اسلام اباد کې د پښتنو یو کم ساری احتجاجي پرلت د حکومت ددې ډاډ وروسته چې غوښتنې به یې پوره کېږي پای ته ورسېد.

 

دا احتجاج چې په بشپړ ډول سوله ییز و، پاکستان کې د پښتنو ځورونې ته د پای ورکولو، وزیرستان کې د ماینونو له منځه وړلو، د قبایلي وګړي نقیب مسید قاتلانو ته د سزا ورکولو غوښتې سره پیل شوی و، خو ډېری دې پرلت ته د خپل حق لپاره د پښتنو ځوانانو او پېغلو د یو خوځښت د پیل په توګه ګوري.