د امریکا استخبارات: د پاکستان پوځ له ترهګرۍ سره په مبارزې کې همکاري نه کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډن کوټس وایې چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په کار کې له امریکا سره له همکاریو ډډه کوي.

کورټس د امریکا د سنا مجلس د استخباراتو کمیټې ته ویلي دي چې پاکستاني پوځيان په خپل هېواد کې له میشتو ترهګرو سره ملایم چلند کوي.

کورټس وایې چې د واشنګټن له پرله پسې غوښتنو سره سره، د پاکستان پوځ کوښښ کوي داسې ښکاره کړي چې دوي د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد جدي دي

.

کوټس وویل: "په پاکستان کې میشتې ټُندلارې ډلې له خپلو خوندي پناه ځایونو څخه په ګټې اخېستنې په هند، افغانستان او دغو هېوادونو کې د امریکا پر ګټو بریدونه کوي."

د امریکا استخباراتي مامورین باور لري چې پاکستان له دغو ډلو سره خپلې اړیکې جارې ساتي او له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزې کې له همکاریو ډډه کوي.

کوټس وایې چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې تیره میاشت "اته تُندلاري کسان چې له طالبانو، حقاني شبکې او نورو پاکستاني تُندلارو ډلو سره ارتباط درلود، مشخص کړل."

اسلام آباد چې افغانستان او هند کې له ترهګرو سره همکاري ردوي، د امریکا فشارونو ته په غوسې غبرګون ښودلی دی.

د امریکا یو جګپوری حکومتي مقام چې په جنوبي آسیا کې د امریکا تګلاره څاري، وایې چې پاکستان تل د ترهګرو سره د مبارزې په کار کې سلیقوی پالیسي غوړه کړي چې اوس دا کار بدلون ته اړتیا لري.