امریکا له چین او تاجکستان سره سرحد کې پر طالبانو بمبارۍ پیل کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو له چین او تاجکستان سره په پوله د طالبانو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه زیات کړي دي.

د امریکا پوځ ویلي چې د طالبانو د مالي منابعو، روزنیزو مرکزونو او د هغوی د ملاتړو شبکو د له منځه وړلو په مقصد یې د هوایي بریدونو کمپاین د افغانستان د پولې شاوخوا سیمو ته غزولی دی.

د امریکایي مقاماتو په وینا د طالبانو د مخدره توکیو د تولید، پروسس او قاچاق پر شبکو باندې هوایي بریدونه د تیر نومبر په میاشت کې د هلمند په ولایت کې پیل شول. د امریکایي مقاماتو په وینا د طالبانو ٦٠ فیصده عایدات د مخدره توکیو له درکه

ترلاسه کیږي.

امریکایي پوځیانو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې "په تیرو څه دپاسه ٩٦ ساعتونو کې امریکایي قواو په بدخشان ولایت کې د طالبانو پر روزنیزو مرکزونو بریدونه کړي دي او د چین او تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې یې د طالبانو ترهګریز فعالیتونه یې ګډ وډ کړي دي".

د امریکا پوځ وایي ددغو هوایي عملیاتو په ترڅ کې امریکایي بي-٥٢ ډوله الوتکې د طالبانو پر اهدافو باندې ٢۴ رهبري شوي بمونه وغورځول چې په یو وخت کې د یوې الوتکې نه د دومره شمیر رهبري شویو وسلو د ویشتلو ریکارډ دی.

ولې په شمال کې بریدونه

د طالبانو پر مرچلو باندې دغه تازه هوایي بریدونه وروسته له هغې پیل شول چې د طالبانو ډلې په دې وروستیو کې په ټولنیزو شبکو کې یو لړ تصویرونه خپاره کړل چې ددې ډلې جنگیالي په واورنیو سیمو کې په ژمنيو تمرینونو بوخت وو.

امریکایي پوځیانو ویلي دي چې د طالبانو د مالي زیرمو د تخریب لپاره د کمپاین د پیل راهیسې چې اکثر عملیات یې په هلمند ولایت کې وو تر اوسه پورې یې دغه ډلې ته څه دپاسه ٣٠ میلیونه ډالر تاوان اړولی دی.

افغان پوځیانو د تیرو کلونو برخلاف سږکال د امریکا او ناټو پوځیانو په همکارۍ د ژمي په اوږدو کې پر طالبانو باندې فشار ته دوام ورکړی دی.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن، ویلي دي "طالبان د پټیدلو ځای نه لري. هیڅ یوه ترهگره ډله به پنا ځای ونه لري چې د هغې په استفادې دغه هیواد (افغانستان) ته تاوان ورسوي".