د ډیره اسماعیل خان اوسیدونکو د طالبانو دفترونه او موټرونه سوځولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان سیمه کې نن د فبرورۍ ۶ مه د سیمې سلګونو پارېدلو اوسېدونکو د ځایي طالبانو پر ضد لاریون وکړ او د هغوی دفترونو او موټرونو ته یې اور ورته کړ.

رپوټونه وایي، په سیمه کې مېشتو وزیر، مسیدو، بېټنو، سلیمانخېلو او د نورو قامونو مشرانو وروسته له هغه چیغه وکړه چې دوې ورځې مخکې سیمه ییزو طالبانو د ادریس وزیر په نامه یو ځوان محصل په ډزو وواژه.

په ډېره اسماعیل کې د پاکستاني طالبانو هغه ډله فعاله ده چې څو کاله وړاندې د بیت الله محسود په مشرۍ له خپلې لویې څانګې بېله شوې وه

.

ویل کېږي چې دا ډله د مصباح الدین په نامه د یوه قومندان تر مشرۍ لاندې فعاله ده او د سیمې خلک یې (سرکاري طالبان) هم بولي.

دوی له پاکستاني حکومت سره تر یوه جوړجاړي وروسته اوس په یاده سیمه کې ازاد فعالیت کوي او ښکاره دفترونه لري.

د نن ورځې د لاریون یوه تنظیموونکي او عیني شاهد بي بي سي ته وویل:

''د سیمې خلک له ډېرې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو له ظلم او زیاتي په تنګ وو. ''

نوموړی وایي، ځایي طالبانو ډېری وخت د پیسو په بدل کې او په زور کارولو سره د خلکو په خپلمنځي شخړو کې پرېکړې کولې او آن ځیني وخت یې د سیمې خلکو تښتونه او وژنه کې هم لاس درلود.

هغه ځوان چې په ډېره اسماعیل خان کې د ځایي طالبانو لخوا وژل شوی، ادریس وزیر نومېده او په ګومل پوهنتون کې د حقوقو د پوهنځي محصل و.

ویل کېږي چې د نوموړي کشر ورور یاسر وزیر هم په دې برید کې ټپي شوی و، خو اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو له بي بي سي سره په خبرو کې پر پاکستاني حکومت او ملیشه ځواکونو تور ولګاوه چې له ځایي طالبانو سره لاس لري او د هغوی کړنو هېڅ ډول څارنه نه کوي.

د سیمې یو اوسېدونکي بي بي سي ته وویل:

''حکومت په لوی لاس دا خلک راوستي او زموږ پر سر یې کښینولی. دوی د حکومت خلک دي، نو مالومه خبره ده چې حکومت یې پر هر کار سترګې پټوي. ''

په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستاني طالبانو د دې ډلې پخوانی مشر عبدالله مسید څو کاله وړاندې په یوه ډرون برید کې ووژل شو. یاده ډله د پاکستاني طالبانو له اصلي او لویې څانګې نه د ځینو خپلمنځي مخالفتونو له کبله بېله شوې وه.