ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو شونتيا رد کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغان وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه ډله هره خوا بېګناه خلک وژني.

ښاغلي ټرمپ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له استازو سره یوه ناسته کې همداراز ویلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو شونتیا په نژدې وخت کې نه لیدل کېږي او د هغوی پر ماتولو یې ټینګار کړی دی. هغه دا خبرې په کابل کې د طالبانو له یو شمېر لویو خونړیو بریدونو وروسته کړې دي

.

ولسشمر ترمپ دا څرګندونې پرون دوشنبه په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو ته په وینا کې وکړې چې د چین، فرانسې، برتانیا او روسیې استازي پکې وو. د ښاغلي ترمپ څرګندونې په افغان پلازمېنه کې تر پراخو او سختو بریدونو وروسته راځي چې لسګونه کسان پکې ووژل شول او تردې زیات پکې ټپي شول.

دونالد ترمپ وویل له داسې ډلې سره خبرې اترې مانا نه لري چې ښځې، ماشومان او بیګنا ولسي وګړي په هر لور وژني.

پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل طالبانو د خپل بادار په مرسته د بریدونو پړه منلې ده، نوموړي د اندونیزیا له ولسمشر سره د خبري کنفرانس پر مهال زیاته کړه په تېر کې طالبانو د داسې بریدونو پړه نه منله چې د زیات شمېر ولسي وګړو مرګ ژوبله به ورسره مله وه خو اوس یې پروا نه کوي.

دونالد ترمپ په اګست کې هم د افغان جګړې په تړاو د امریکا د ستراتيژۍ په اړه ویلي پر وسله والو طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او پر پاکستان د فشار راوړلو ویلي و چې دې ډلې ته پټنځایونه برابروي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان سترجنرال جان نیکولسن بي بي سي ته وویل چې په ښارونو کې بریدونه له وسله والو څخه د خلکو کرکه ډېروي، په داسې حال کې چې عملي به څه په لاس ور نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریک تیلیرسن چې د دوشنبې په غونډه کې و وړاندې ویلي و چې تر پوځي فشار وروسته د طالبانو د ځینو کسانو په ګډون د سوله ییز حل په لټه کې دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي هم څه موده وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره کارنده ده او افغان حکومت او طالبان د تېر پرتله زیات خبرو اترو ته نېږدې شوي دي.

تر اوسه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولییزو خبرو اترو څو هڅو پایلې نه دي لرلې. طالبانو ویلي چې د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي.