افغان حکومت: اوس به سوله د جگړې په ډگر کې لټوو کرښې اوښتي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر طالبانو سره د سولې خبرې رد کړې افغان حکومت هم وایي سوله د جګړې له لارې تر لاسه کوي .

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي طالبان له سرې کرښې اوښتي او د خبرو اترو ستر فرصتونه یې له لاسه ورکړي .

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي وایي طالبانو د خبرو اترو لپاره ستر فرصت درلود خو وې نه کاروۀ

.

" څو موده مخکې ولسمشر وویل چې طالبان لږ فرصت لري او له دې فرصته باید د سولې خبرو لپاره ګټه واخلي. خو هغه وروستي جنایتونه چې طالبانو به کابل او نورو ولایتونو کې ترسره کړل په عمل کې یې له سرې کرښې پښه واړوله. نن افغان حکومت د خلکو او علماوو په غوښتنه خپله دنده بولي چې له ټولو امکاناتو نه د ترورستي ډولو پر وړاندې کار وي."

بل لوري ته د افغانستان اجرايیه مشر عبدالله عبدالله د ناروې دفاع وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي طالبان او نورې مخالفې ډلې خبرو ته چمتو نه دي او باید وځپل شي .

د نوموړي په وينا "کلونه کیږي چې افغان حکومت هڅه کوي له طالبانو سره سوله وکړي خو تر دې دمه د کومې پایلې څرک نشته."

طالبانو د ټرمپ وروستیو خبرو په غبرګون کې ویلي اوس ثابته شوه چې د سولې د خبرو واک د شعار په کچه د امریکا په لاس کې دی. دغه ډله ګواښ کوي اوس چې امریکا دا خبرې مردودې ګڼي د جګړې د دوام مسولیت به هم د دوئ په غاړه وي.

د سولې عالي شورا غبرگون

نن په کابل د د دیني عالمانو يوه غونډه جوړه شوې وه. د ناستې پر مهال د سولې شورا مرستیال عطالله لودین وویل، "د ولسمشر ټرمپ څرگندونې دا جوته کړه چې طالبانو لپاره د سولې د خبرو اترو لورى امريکا نه بلکې افغان حکومت دى. که طالبان د سولې خبرو ته حاضر دي نو بايد سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي."

وروسته کېږي

د عالمانو شورا مشر قیام الدین کشاف په ننې ناسته کې وروستي بریدونه او د ملکي کسانو وژل یې د اسلامي احکامو او اصولو خلاف وګڼل . ښاغلي کشاف د پاکستاني علما و هغه فتوا ناسمه وبلله چې له پاکستانه بهر ځانمرگي بريدونه جايز بولي.

د ډونالډ ټرامپ د ستراتیژئ پر بنسټ چې شاوخوا 6 میاشتې مخکې یې اعلان کړه امریکایي ځواکونه به د افغان وضعیت ته په کتو له دې هیواده ځي .

افغانستان کې ترینګلی امنیتي وضعیت او له طالبانو سره د امریکا د خبرو ردول اوس نو د پاکستان او قطر کې د طالبانو د فتر په تړاو پوښتنه پیدا کېږي چې برخلیک به یې څه وي؟