وزیرستاني کډوال: پاکستان د پښتنو سره ناوړه چلند کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په خوست کې د ګلان کمپ په سلګونو وزیرستاني کډوالو په یو لاريون کې د پاکستان پر حکومت نيوکه وکړه، چې په هغه هېواد کې له پښتنو سره ناوړه چلند کوي. د دوی په وينا د پاکستان حکومت نه غواړي چې پښتانه سره يو موټی شي.

لاريون کوونکو ليکل شوي شعارونه او په کراچۍ کې د وژل شوي پښتون موډل نقيب الله محسود عکسونه يې له ځان سره لېږدول.

په خوست کې دغه مېشت وزيرستاني کډوال په داسې حال کې د پاکستان د حکومت خلاف لاريون کوي، چې همدا اوس د پاکستان په مختلفو سيمو کې د نقيب الله محسود د وژلو په غبرکون کې پراخ اعتراضونه دوام لري

.

نقيب الله محسود چې د جنوبي وزيرستان اوسېدونکی و، شاوخوا دوې اوونۍ مخکې په کراچۍ کې پوليسو وژلی دی. حکومت يې له ترهګرۍ په اړيکو تورنوي، خو عام خلک وايي چې نقيب الله بې ګناه و.

دغو مظاهره کوونکو ویل چې پاکستان دې "د قبايلي پښتنو قتل نور بند کړي".

د وزيرستاني کډوالو قومي مشر ملک شېرعزيز داوړ، د خبريالانو سره د خبرو پر وخت د پاکستان له حکومت نه وغوښتل چې د نقيب الله محسود د وژلو پېښه وڅېړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.

يوه بل قومي مشر وويل ”موږ د هغه ظلم خلاف يو چې موږ سره شوی او يا راسره کېږي. موږ د ظالم ملګري نه يو. هغه که د کافر په جامه کې دی او که د مسلمان په جامه کې دی‟.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان کمپ دغو وزيري کډوالو د لر او بر پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې سره يو موټی شي او د پښتنو له ټولو حقونو څخه دفاع وکړي.

مظاهره کوونکو همداشان پر کاغذ د پاکستان ليکل شوي نوم ته اور واچاوه