امریکا د طالبانو او حقاني شبکې پر شپږو پاکستان مېشتو کسانو بندیزونه لګولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا متحدو ایالتونو د طالبانو او حقاني شبکې پر اړوند شپږو پاکستان مېشتو کسانو بندیزونه لګولي دي. د امریکا مالیې وزارت چارواکو په وینا له دوی نه پينځو کسانو د طالبانو او حقاني شبکې لپاره پېسې او تجهیزات چمتو کول او شپږم کس د طالبانو جګړیزو فعالیتونو لوړ پوړی مشر دی

.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې ویل شوي، چې دغه ډله کې څلور کسان پاکستان مېشت افغانان دي او دوه پاکستانیان په کې شامل دي، خو ځینې رسنیزو رپوټونو کې ویل شوي، چې لږ تر لږه یو پاکستانی سړی دغه نوملړ کې شامل دی.

د اې ایف پي خبري اژانس رپوټ کې د امریکا مالیې چارسمبالي مرستیالې وزیرې سګال منډېلکر له قوله ویل شوي:

''موږ د طالبانو یا حقاني شبکې شپږ کسان په نښه کوو، چې د متحدینو پر امنیتي ځواکونو بریدونو کې ښکېل دي، کسان یوه بل لور ته بیايي، راولي او یا دغو ترهګرو ډلو سره مالي مرستې کوي. ''

د امریکا حکومت له لوري د هغو کسانو نوملړ کې چې بندیزونه پرې لګېدلي د عبدالقدیر بصیر، حافظ محمد پوپلزي، ګلاخان حامدي او مولوي عنایت الله نومونه راغلي چې ویل کېږي پاکستان مېشت افغانان دي او فقیر محمد او عبدالصمد ثاني هغه پاکستانیان یاد شوي، چې دغه نوملړ کې شامل دي.

له دې بندیزونو وروسته هېڅ یو امریکایی کس یا کمپنۍ نه شي کولای دغو کسانو سره کاروبار وکړي.

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې عبدالقدیر بصیر، عبدالصمد ثاني او حافظ محمد پوپلزی هغه کسان بلل شوي، چې ویل کېږي د طالبانو مالي مسایلو کمېسیون ګل اغا اسحاقزي تر مشري لاندې یې فعالیت کاوه.

د اې ایف پي رپوټ کې د امریکا مالیې وزارت چارواکو له قوله ویل شوي، چې د غو کسانو د نوموړي په مشرۍ د طالب وسله والو لپاره د مخدره موادو له قاچاقبرو، د ګران بیه ډبرو له سوداګرو، د تاوان بدل کې له سړي تښتونکو او مرستندویانو پېسې ټولولې.

د مولوي عنایت الله په هکله ویل شوي، چې د طالبانو جګړیزو عملیاتو مسوول دی او ۲۰۱۶ کال پورې یې کابل کې پر افغان او ناټو ځواکونو شویو بریدونو کې یې لاس درلود.

د فقیر محمد او ګلاخان حامدي په تړاو ویل شوي، چې پاکستان کې یې د حقاني شبکې وده او پراختیا کې مرسته کوله او منځني ختیځ او نورو سیمو ته یې د ځینې کسانو استولو کې لاس درلود.

افغان حکومت د امریکا د دغه اقدام هرکلی کړی دی او د طالبانو پر مالي او مرستندویه سرچینو یې د فشار ډېرولو غوښتنه کړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي وايي دغو کسانو مخکې په دغو ډلو کې لوړ مسوولیتونه لرل او اوسمهال د مالي چارو مسوولیت پر غاړه لري. نوموړي کابل کې د بي بي سي خبریال خلیل نوري سره خبرو کې وویل:

''بې له شکه چې د مالي سرچینو غوڅېدل به پر دوی مهم فشار راوړي، که له هېواده بهر هم پر هغو لارو چارو بندیزونه ولګول شي، چې دوی ورنه امکانات تر لاسه کوي، د فشار زیاتولو لپاره به لا ښه شي. ''

مېرمن منډېلکر په یوه اعلامیه کې له پاکستاني حکومته غوښتي:

''د طالبانو او حقاني شبکې پټنځایونو او په سختۍ سره د ترهګرو مالي مرستو تر لاسه کولو ختمولو کې له موږ سره ګډ فعالیت وکړي. ''

د روان کال لومړیو کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي و:

''امریکا تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته د مرستې په توګه ۳۳ میلیادره ډالر ورکړي او حماقت یې کړی دی، ځکه هغوی موږ ته له دروغو او فریب پرته هېڅ نه دي راکړي. ''

د ولسمشر ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته امریکايي چارواکو پر پاکستان فشار ډېر کړ او د پوځي مرستو برخه کې یې دغه هېواد ته د پېسو له ورکولو ډډه وکړه، چې د اټکل له مخې ویل کېږي نژدې دوه میلیاردو ډالرو ته رسېږي.

پاکستان حکومت هغه مهال د ولسمشر ټرمپ تورونه له حقیقت سره په ټکر کې وبلل او له دې امله یې ناهیلي څرګنده کړه چې ولسمشر ټرمپ وايي پاکستان له کلونو راهیسې امریکا ته دروغ ویلي دي.