د جمعیت رهبري شورا: د ارګ او نور ترمنځ د کړکېچ د هواري ښه لار مذکرات دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د جمعیت اسلامي د مشرتابه شورا د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ د کړکېچ په اړه د سپینې ماڼۍ اعلامیې ته په احتیاط نظر څرګندوي.

دغه شورا د عطا محمد نور او ارګ ترمنځ د ستونزې په اړه د سپینې ماڼۍ اعلامیه جدي بولي او وايي، د دغې ستونزې د هواري لپاره ښه لاره مذاکرات دي.

د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي، د افغانستان نړیوال متحدین د ستونزې د هواري په اړه د زور له لارې ټینګار نه لري، د نوموړي په وینا د دې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو یوازنۍ لاره خبرې او تفاهم دی

.

ښاغلي اسماعیل خان د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۵» په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په دې کې شک نشته چې سپنه ماڼۍ غوښتنه لري د افغانستان د حکومت د اعضاوو ترمنځ چې اختلاف رامنځته شوی حل شي، خو دا په دې معنی نه ده چې دوی غواړي دغه مسئله د حکومتي زور له لارې حل کړي، د دوی غوښتنه هم د خبرو له لارې د اختلاف له منځه وړل دي له شک پرته چې هغوی به جدي خبرې کړي وي، خو تفاهم او خبرې اترې مناسبه لاره ده."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې سپینې ماڼۍ تازه ویلي هېڅ څوک نه شي کولای د شخصي ګټو لپاره د افغانستان ملي تصمیمونه له ستونزو سره مخامخ کړي.

په دې اړه د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي د مرکزي حکومت او د بلخ د پخواني والي ترمنځ ستونزه باید ختمه شي او د بلخ د ادارې مسؤلیت په سوله ییز ډول نوي والي ته انتقال شي.

د سپنې ماڼۍ په اعلامیه کې روان اختلافونه د تروریستي ډولو په ګټه بلل شوي او وړاندې په اعلامیه کې یادونه شوې چې په افغانستان کې په کافي اندازه تاوتریخوالی موجود دی او دغه هېواد د نورو ستونزو تحمل نه لري.

له یوې میاشتې نه زیات وخت کېږي چې افغان ولسمشر د بلخ د والي استعفا منظور کړې ده او پرځای یې انجنیر داود د بلخ د نوي والي په توګه په دنده ګمارالی دی.

له دې وړاندې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او په کابل کې د دغه هېواد نوي سفیر جان باس هم ویلي وو چې د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ راولاړه شوې ستونزه دې په سوله ییزه توګه حل او یو طرفه شي.

په ورته وخت کې په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکولاسکي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې وویل، دوی په دې اړه اندېښمن دي او غوښتنه یې داده چې په دې برخه کې قانون ته درناوی وشي.

خو ښاغلي نور خپله استعفا منتفي بللې ده او خپله برطرفي یې له جمعیت اسلامي ګوند سره په تفاهم مشروطه بللې ده.

عطا محمد نور په کابل کې د امریکا د سفیر د څرګندونو په اړه ویلي و چې لومړی باید د افغانستان اساسي قانون ښه مطالعه شي او بیا دا ډول څرګندونې وشي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د روانې ستونزې د حل لپاره د سپينې ماڼۍ اعلامیه واضح او مهمه بولي.

د دغو کارپوهانو له ډلې مشتاق رحیم د ارګ او د بلخ د پخواني والي ترمنځ د په ټپه ولاړ حالت د حل په اړه وايي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې اعلامیې پیغام دادی چې د افغان حکومت تصمیم وروستی دی او د حکومت نړیوال دوستان د حکومت له پرېکړې ملاتړ کوي، دا پیغام په اصل کې د بلخ د پخواني والي او د هغوی د ګوند غړیو ته ورکړل شوی چې باید تصمیم ومني او دغه تصمیم حتمي پلی کېدونکی دی دا په دې معنی ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه په دې اړه یو نظر لري."

افغان حکومت تر اوسه هم د سپڼې ماڼۍ د اعلامیه په اړه څه نه دي ویلي، خو افغان ولسمشر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي و چې اصلاحات یې له خلکو سره د ژمنو یوه برخه جوړوي.

په ورته وخت کې د افغان ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارونچخانسوري د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې د بلخ په سیمه ییزه اداره کې بدلون یوه اداري کوچنۍ موضوع ده او د اساسي قانون په رڼا کې به حل شي.