سپینه ماڼۍ: بلخ کې نوي والي ته د واک لېږد لانجه دې ژر له سوله ییزې لار اواره شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې په افغانستان کې د بلخ ولایت پر سر شخړه له نژدې تعقیبوي او پر "ښکېلو غاړو یې" غږ کړی "نوي والي ته د واک لېږد لانجه" دې "ژر او له سوله ییزې لار اواره کړي".

په هغې خبرپاڼه کې چې د سپینې ماڼۍ له خوا خپره شوې ویل شوي، د دغې موضوع پر سر د خبرو د اوسني ځنډ له دوامه یوازې"ترهګر او د افغانستان دښمنان"ګټه اخلي.

سپینې ماڼۍ پر دې ټینګار کړی چې "د دغې مسلې د حل لپاره د تاوتریخوالي ګنجایش نشته، یا دا چې یو ګوند د افغانستان تر ګټو خپلو ګټو ته د لومړیتوب په ورکړي او یوه حل لاره وځنډوي

".

څه باندې یوه میاشت وړاندې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې د بلخ د والي عطامحمد نور استعفا يې منلې ده او پر ځای یې محمد داوود د ولایت څوکۍ ته ټاکلی دی، خو ښاغلي نور ونه منله چې استعفا دې ورکړې وي او اوس هم ځان د بلخ والي بولي.

سپینې ماڼۍ په خبرپاڼه کې غوښتي چې دغه لانجه دې داسې اواره شي چې "افغانانو ته ډاډګیرنه ورکړي چې د یوه نوي والي ټاکل امنیت لا پیاوړی کوي".

د سپینې ماڼۍ په وینا "پر مسلې باید افغانان د خپل اساسي قانون په چوکاټ کې، د قانون د حاکمیت او د قانون پر وړاندې د مساواتو د اصل په رڼا کې پرېکړه وکړي."

د بلخ له ولایته د عطامحمد نور د استعفا یا لېرې کولو مسلې ګڼ سیاسي بحثونه راپارولي او د نړیوالو پام یې هم ځان ته ور اړولی دی. ښاغلي نور د ارګ تر دغه اعلان وروسته څوڅو ځلې په غونډو کې د حکومت مشران وننګول او په تېره بیا یې اجراییه مشر عبدالله عبدالله په دې تورن کړ چې ګواکې په پرېکړه کې یې ډېره ونډه درلوده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ او سپیدار ماڼۍ د ښاغلي نور تُندو څرګندونو ته ورته غبرګون نه دی ښکاره کړی او دا ګام یې د حکومتولۍ یو عادي ګام بللی دی.

تېره اوونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له افغان ولسمشرمحمد اشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د بلخ کې د واک د لېږد مسلې د ژر او سوله ییزې اوارۍ غوښتنه وکړه.

د بلخ ولایت له مقامه د عطا محمد نور لېرې کول هغه پرېکړه ده چې په ظاهراً یې د حکومت مشران له ستونزو سره مخ کړي.

د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجینر داود چې لاهم انتظار باسي ویلي، هر کله چې ولسمشر ورته امر وکړي، خپلې دندې ته به ولاړ شي.