عبدالله د بريښنايي تذکرو په ویش کې د ځنډ ننګه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر له ځنډولو څخه په ملاتړ وايي، لا هم د بریښنايي تذکرو د ویشلو چارې جدي بحثونه لري.

ښاغلي عبدالله چې د دوشنبې په ورځ (جنوري ۸) د وزیرانو شورا غونډې ته وینا کوله وویل، د بریښنايي تذکرو ویشل باید په افغانانو کې د بیلوالي لامل نشي او په دې برخه کې باید ټول قومونه د نظر یووالی ولري

.

اجرائیه رئیس وویل "په داسې حال کې چې تخنیکي چمتوالی نیول شوی وو او ټاکل شوې وه چې دغه چاره پیل شي، خو پوهیږو چې په دې برخه کې جدي بحثونه شته دي او د داسې مسایلو په تړاو د حقوقي او قانوني اړخونو ترڅنګ د خلکو نظر هم ډیر مهم دی، له همدې امله کوم ځنډ چې رامنځ ته شوی، پر ځای دی".

د افغانستان د پارلمان ګډ کمیسیون شاوخوا شل ورځې وړاندې، د نفوسو د احوال د ثبت په اړه د ولسمشر غني تقنیني فرمان، چې په کې د افغان او اسلام کلمو پر لیکلو ټینګار شوی، د رایو په اتفاق تصویب کړ.

له دې وړاندې دغه قانون د ولسي جرګې له خوا یو ځل رد شوی وو او مشرانو جرګې بیا په غوڅ اکثریت تصویب کړ، چې د دغو متضادو پریکړو په نتیجه کې فرمان د دواړو جرګو ګډ پلاوي ته د تصویب لپاره واستول شو.

خو د ولسي جرګې یو شمیر وکیلان د دغه کمیسیون دا اقدام د قانون خلاف ګڼي او وايي، کله چې د نفوسو د احوال د ثبت قانون تصویب شو، په ګډ کمیسیون کې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازو په مساوي ډول حضور نه درلود.

د افغانستان د اساسي قانون د سلمې مادې پر بنسټ، که چیرې د یوې جرګې مصوبه د بلې جرګې له خوا رد شي، د اختلاف د له منځه وړلو لپاره د دواړو جرګو د غړو له خوا په برابر شمیر ګډ پلاوی ټاکل کیږي.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو په شورا کې ټینګار وکړ، چې د بریښنايي تذکرو د ویش لړۍ به د افغانستان د ټولو خلکو د قناعت له ترلاسه کولو وروسته پیل شي.