افغان حکومت: اسلام اباد قانع کوو چې کډوالو ته کال وخت ور کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له پاکستان د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو د ایستلو لپاره د هغه هېواد د حکومت پرېکړې افغان چارواکي اندېښمن کړی.

د پاکستان کابینې د جنورۍ د دریمې نېټې په ناسته کې پرېکړه کړې، چې په دغه هیواد کې په لکونو افغان کډوال یوازې یوه میاشت پاتېدلی شي

تردې وړاندې فکر کېده، چې پاکستان به د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده لږ تر لږه یو کال نوره وغځوي، ځکه اسلام اباد له څو میاشتو راهیسې ناراجسټر کډوالو ته کارتونه هم وېشل

.

ویل کېږي د امريکا د ولسمشر تر وروستیو څرګندونو وروسته پاکستاني واکمنو دغه موده یوازې او یوازې یوه میاشت نوره وغځوله.

خو افغان حکومت وايي، د پاکستان حکومت دې د کډوالو مسله له سیاسي مسلو سره نه تړي.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت سلاکار وايي، د نړيوالو ادارو او په پاکستان کې د افغان سفارت له لارې هڅه کوي اسلام اباد حکومت قانع کړي چې کډوالو ته له شپږو میاشتو تر یوه کال وخت ور کړي.

حفیظ احمد میاخېل بي بي سي ته وویل، د کډوالو ستنول باید ګام په ګام او د دوی په خوښه او په درناوي او خوندي ډول وي:

"موږ په دې تړاو له یونیسار( د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو اداره) سره، له نورو نړیوالو ادارو او کډوالۍ نړیوال سازامان سره هم په دې تړاو ناستې درلودې".

پاکستان ولې ژمنه ماتوي؟

په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو په اړه د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره کلنۍ ناستې لري.

ښاغلی میاخېل وايي، په دې تړاو وروستۍ کلنۍ ناسته په استانبول کې جوړه شوې وه.

د هغه په خبره، د پاکستان پلاوي په دې ناسته کې په مشروط ډول ومنله چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده به د ۲۰۱۸ کال تر پایه وغځوي.

د نوموړي په خبره په پاکستان کې د کډوالو د اوسېدو د تمدید پر وړاندې یو شرط دا و چې دغه پرېکړه باید د پاکستان په کابینه کې تایید شي خو تېره اونۍ د کابینې له خوا رد شوې ده.

د اسلام اباد دا پرېکړه له هغه وروسته ده چې د امریکا ولسمشر پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې په دوه مخۍ تورن کړ.

ډونلډ ټرمپ دا هم وویل، چې ممکن له پاکستان سره مرستې وځنډوي.

د نوموړي له دې څرګندونو وروسته واشنګټن له اسلام اباد سره ۲۵۰ میلیونه ډالر مرسته وځنډوله.

د کډوالو د ستنولو په هکله د پاکستان پرېکړه خواله رسنیو کې هم له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.

ډېری فیسبوک کارن په دې باور دي چې د اسلام اباد دا پرېکړه د پاکستان په هکله د امریکايي چارواکو له وروستي دریځ سره تړلې ده.

بل خوا فیسبوک کې داسې انځورونه خپاره شوي چې ښيي پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي.

کډوال څه وايي؟

پاکستان کې افغان کډوال وايي، ناراحسټر کډوالو ته د کارت ور کولو په هکله د پاکستان پرېکړې هیله من کړي وو چې دوی به دلته پاتې وي، خو وروستۍ پرېکړې یې اندېښمن کړي دي.

پېښور کې افغان کډوال سردار- چې د ټوکر کاروبار کوي- بي بي سي ته ویلي، دوی په یوه میاشت کې خپل کاروبار نشي تړلی.

د هغه په خبره، د کډوالو لپاره د یوې میاشتې ور کولو پرېکړې کاروباري کډوال ډېر اندېښمن کړي دي.

پاکستان په تېرو میاشتو کې ۱۳ لکه کډوال راجیسټر کړي چې یواځې اوه لکه پښتونخوا کې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په خبره اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره راجسټر شوي او زیات یا کم یو میلیون ناراجستر شوي کډوال هم شته.