د کورنيو چارو وزارت: له جنرال عبدالرازق سره قانوني چلند کوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د کندهار له امنیه قومندان سره به د هغه د وروستيو څرګندونو له امله د قانون په چوکاټ کې چلند وکړي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق تېره سې شنبه رسنیو ته ویلي وو چې مرکزي حکومت يې له دندې نشي ګوښه کولی.

هغه دغه راز ویلي وو چې دا حکومت انتخابي نه دی او د یوه ایتلاف له مخې منځ ته راغلی

.

خو تېره ورځ په کابل کې د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند نصرت رحيمي په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کندهار له امنیه قوماندان سره به د هغه د وروستیو څرګندونو له امله د قانون په چوکاټ کې چلند وکړي.

 

د افغانستان د قوانینو له مخې پوځي چارواکي په سياسي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري.

د تېرې اونۍ په پیل کې د کورنیو چارو وزارت ويلي وو چې د بلخ دوو پوځي چارواکو ته يې د سياسي جريانونو د ملاتړ له امله ډيسپليني جزا ورکړې ده.

دوه اونۍ وړاندې چې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ لپاره نوی والي اعلان او پخواني والي يې له دندې لرې کړ، د بلخ د عامه نظم پولیسو قوماندان حسیب الله قریشي او د هغه ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري د ښاغلي نور ملاتړ کړی و.

جنرال رازق هم عطامحمد نور د بلخ برحال والي بللی.

ولسمشرۍ ماڼۍ نږدې دوه اونۍ وړاندې وویل، چې د عطا محمد نور استعفا یې منلې او د هغه پر ځای د بلخ لپاره انجنیر داود د والي په توګه ګومارلی دی.

خو وروسته عطا محمد نور وویل، چې له دندې یې استعفا نه ده ور کړې او کومه استعفا چې ارګ ښيي، هغه هم د تېر کال له ارګ سره د جمعیت په استازۍ د خبرو د مهال ده.

نوموړي ویلي و، هغه خبرې چې ناکام شوې، نو استعفا هم ور سره باطله شوه.

نوموړی وايي، چې حکومت له جمعیت ګوند سره هوکړې ته رسېدلی نه وي، تر هغه به له دندې ګوښه نه شي.