حکمتیار: ایران د داعش لوبه له عراق او سوریې افغانستان ته لېږدوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، په عراق او سوریه کې د داعش یا اسلامي دولت نومې ډلې جنګیالي د ایران له خاورې افغانستان ته لېږل کېږي او ایران غواړي په افغانستان کې هم د داعش لوبه تر سره کړي.

نوموړي نن پنجشنبه د جنورۍ په ۴مه په یوه خبري ناسته کې وویل، د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې وسله وال له عراق او سوریې څخه د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي:

" ایران غواړي هغه لوبه یې چې د داعش په نامه په سوریه او عراق کې وکړه، په افغانستان کې یې هم وکړي."

ښاغلي حکمتیار پخپلو خبرو کې دا هم وویل چې ایران او پاکستان د افغانستان په اړه له امریکا سره ډېره مرسته کړې ده.

د نوموړي په خبره، د دغو هېوادونو په اړه د امریکا وروستي دریځونه په سیمه کې د امریکا پر ضد د ټلوالې جوړېدو په اړه له شته اندېښنو سرچینه اخلي.

د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده بیا په دې باور دی چې د ښاغلي حکمتیار وروستۍ څرګندونې د عامه ذهنیت بلخوا اړولو هڅه ده.

د نوموړي په خبره، وروسته له هغه چې حزب اسلامي له افغان دولت سره سوله وکړه، یو شمېر جنګیالي یې له داعش ډلې سره یو ځای شوي دي.

ښاغلی مژده وايي، ایران په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد زیات مالي او ځاني زیانونه وزغمل او لرې ده چې له افغانستان سره پر پوله دې دغه هېواد له داعش ډلې سره مرسته وکړي.

له وسله والو ډلو د ایران د ملاتړ په اړه دا هم ویل کېږي چې د خپلو ګټو د خوندیتابه پار له هرې ډلې سره هوکړه کوای شي چې ښه بېلګه یې له وسله والو طالبانو د دغه هېواد د ملاتړ په اړه راپورونه دي.

وسله وال طالبان چې یو وخت ایران خپل دوښمنان ګڼل اوس ویل کېږي ملاتړ یې کوي.

د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ له سولې کابو کال په تېرېدو دی، خو ښاغلي حکمتیار دولت د سولې په اړه د شوي تړون په نه پلي کولو تورن کړ.

هغه په ځانګړي ډول بې له قید او شرطه د اسلامي حزب اړوند د سیاسي او جنګي زندانیانو خوشې کولو ته اشاره وکړه او هغه یې له دولت سره د شوې هوکړې اصلي شرط وباله.

ښاغلي حکمتیار وویل، تر اوسه یې ۷۰ زندانیان ازاد شوي او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به ۹۱ نور زندانیان هم ازاد شي.

ګلبدین حکمتیار پخپلو خبرو کې وویل، یو شمېر (شرخوښي) بهرنیو سفارتونو ته ځي او د زندانیانو د هویت په اړه ناسم معلومات ور کوي چې دغه بهیر وځنډوي.

د افغانستان د ملي امنیت یوه پخواني مشر امرالله صالح په دا نږدې ورځو کې پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل، کابو شل زندانیان چې ښاغلی حکمتیار یې د خوشې کېدو غوښتنه کوي، له داعش ډلې سره تړلي دي.

د ښاغلي صالح یاده ادعا د حزب اسلامي د چارواکو له خوا رد شوې ده.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په وروستیو کلونو کې د افغان دولت د وسله والو مخالفانو له ډلې و.

د افغان دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه د ۱۳۹۵ کال د تلې په لومړ‎ۍ لاسلیک شوه.