"پاکستان د ډونالډ ټرمپ زور له افغان کډوالو باسي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان په دغه هیواد کې مېشت سلګونو زرو راجستر شویو افغان کډوالو ته یوازې د یوې میاشتې وخت ورکړی، چې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.
تردې وړاندې فکر کېده، چې پاکستان به د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده لږ تر لږه یو کال نوره وغځوي، خو ویل کېږي د امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستیو څرګندونو وروسته پاکستاني واکمنو دغه موده یوازې او یوازې یوه میاشت نوره وغځوله.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په خبره اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره راجسټر شوي او زیات یا کم یو میلیون ناراجستر شوي کډوال هم شته

.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې مېشت کډوال د درې اړخیز تړون له مخې هلته په قانوني ډول اوسېږي.
د کډوالو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ الله میاخېل له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو په اړه هر کال د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له خوا ناسته کېږي:
"وروستۍ ناسته په استانبول کې جوړه شوې وه چې د پاکستان لوري پکې په مشروط ډول ومنله چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده به د ۲۰۱۸ کال تر پایه وغځوي."
د نوموړي په خبره په پاکستان کې د کډوالو د اوسېدو د تمدید پر وړاندې یو شرط دا و چې دغه پرېکړه باید د پاکستان په کابینه کې تایید شي چې تېره ورځ د کابینې له خوا رد شوې ده.
د ښاغلي میاخېل په خبره، په یوه میاشت کې د څه باندې یو میلیون کډوالو د ستنولو پرېکړه نه عملي کېدونکې او د د پاکستاني لوري وروستۍ پرېکړه د ډونلډ ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره نېغه اړیکه لري:
"د کډوالۍ مسله یوه بشري او انساني مسله ده او د کډوالۍ په مسلو کې باید سیاسي مسلې ور ګډې نه شي."
د هغه په خبره، له پاکستان حکومت څخه یې غوښتنه ده چې د افغان کډوالو کوربه توب ته ادامه ور کړي او افغان حکومت پخپله خوښه هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو چارې ته ژمن دی.
د ځينو سرچینو پر اساس پاکستان پلان لاره، چې دغه موده لږ تر لږه یو کال نوره وغځوي، خو د افغان کډوالو په باور د امریکا او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا ښايي ددې لامل شوې وي، چې زور یې له دوی و ایستل شي.
د هیبت شاه په نامه د افغان کډوالو یو مشر چې د پښتونخوا په هريپور ولسوالۍ کې د کډوالۍ ژوند کوي، له بي بي سي سره خبرو کې د پاکستان دغه پرېکړه له سلګونو زرو کډوالو سره تېری وباله او زیاته یې کړه، دوی تل د پاکستان له لوري په داسې وخت کې ځورول شوي دي.
ښاغلی شاه زیاتوي، هر وخت چې د پاکستان له کابل، ملګرو ملتونو او یا امریکا سره اړیکې خرابې شوې دي، ټول زور يې له کډوالو ایستلی او بیا بیا يې ځورولي دي.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ممکنه ده، چې په یوه میاشت کې دي په لکونو کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، هیبت شاه وویل:
"یوه میاشت نه، په لس کاله کې هم په پاکستان کې مېشت کډوال له دې ځایه خپل کاروبارونه وړلی نه شي."
یو بل افغان کډوال چې د بلوچستان د پښين سیمې د سرانانو افغان کډوالو کمپ کې اوسي، وايي، پاکستان د امریکا زور له بې وزلو افغان کډوالو باسي.
دده په خبره کېدلی شي، پاکستان به دغه پرېکړه بېرته واخلي او د دوی د پاته کېدو موده به وغځوي، خو د ده په خبره له دې اعلان سره د هغوی ځورول به يې کله هم هېر نه شي.
د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو هم له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کړه ده. د اټک خټک په نامه یوه ټوېټر کارن لیکلي، واقعیت روښانه دی، پاکستان د افغانستان له کمزوریو ګټه اخلي. ولې پاکستان له هندوستان سره په ختیځه پوله کشمېر کې مبارزه نه کوي؟
تردې وړاندې په ۲۰۱۶م عیسوي کال کې کله چې د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې وې، د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې له امنیتي ځواکونو نیولې بیا تر ولسه پورې د افغان کډوالو د ځورولو راپورونه خپاره شول. ان تر دې چې په پېښور کې ځينو خلکو د افغان کډوالو پر ضد لاریونونه هم وکړل.
همغه وخت ځينو کډوالو د خپل وطن ګل وطن؛ په نامه د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې کمپاين هم پېل کړ. د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کال کې له دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څه باندې یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.