د ایران سپاه پاسدران لاریونوالو ته د "اوسپنیز سوک" ګواښ وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ایران تر ټولو ځواکمن پوځ- سپاه پاسدران- د حکومت ضد مظاهره چیانو ته خبرداری ور کړ چې که سیاسي نارامي روانه وي، له "اوسپنيز سوک" سره به مخ شي.
دا درې ورځنۍ مظاهرې د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوې، خو د سپاه پاسدران یو قومندان وايي، چې لاریونوالو په سیاسي شعارونو ور کولو او عامه شتمنیو په سوځولو سره خلک بې لارې کړي دي.
دا په ۲۰۰۹ کال له ولسمشرۍ ټاکنو وروسته تر ټولو سترې مظاهرې دي او پکې د وژنې رپوټونه هم ور کړل شوي دي

.
په خرم اباد، زنجان او اهواز کې لاریونوالو د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د لرې کولو یا وژلو شعارونه هم ور کړي دي.
د ایران سپاه پاسدران د دغه هېواد تر ټولو ځواکمن پوځ دی چې له مذهبي مشر سره نږدې اړیکي لري او دا ځواکونه د اسلامي انقلاب د ساتندویانو په نوم پېژندل کېږي.
د دې ځواکونو د یوې لېوا مشر برید جنرال اسماعیل کوثري له ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي:
"که خلک د درنو بیو له امله کوڅو ته راوتلي وي دوی باید دا ډول شعارونه ور نه کړي او نه هم عامه شتمنۍ او ګاډي وسوځوي".
په ورته مهال د ایران د کورنیو چارو زیر عبدالرضا رحماني فضلي له خلکو غوښتي چې "ناقانونه غونډو" کې ګډون ونه کړي او "ځان او نورو ته ستونزې پیدا نه کړي".
مرګ ژوبله او اور اچول
    دورود کې د دوو کسانو وژل کېدل رپوټ شوي دي.
    ابهر کې لاریونوالو د ایران د مذهبي مشر لوی انځور سوځولی دی.
    اراک کې لاریونوالو د بسیجیانو ځايي مرکز سوځولی دی.
    مشهد کې لاریونوالو له پولیسو سره ټکر کې د پولیسو ټپټپي(موټر سایکلونه) سوځولي دي.
    په نورو سیمو کې د بانکونو او عامه شتمنیو د سوځولو انځورونه خپاره شوي دي.
د شپې لاریونونه
په مشهد کې نږدې درې ورځې وړاندې مظاهرې پلازمېنې تهران، کرمانشاه، کورد ښار، بندر عباس ، ایذه، اراک، زنجان، ابهر، دورود، خرم اباد، اهواز، کرج او تنکابن ته پراخې شوې او ځینې په تاوتریخوالي هم بدلې شوې دي.
په خواله رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې تهران کې ځینې مظاهرې تر نیمې شپې روانې وې او لاریونوالو د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه پرضد هم نارې وهلې.
په اراک ښار کې لاریونوالو د پولیسو پر موټر برید کړی دی.
د لرستان ولایت په دورود ښار کې څو لاریونوال په ډزو لګېدلي دي.
ویل کېږي ډزې هغه مهال وشوې چې مظاهره چیان د ښار د ځايي ادارې مخ ته ټول شول او اور یې بل کړ.
د ځینې کسانو د وژنې رپوټونه هم خپاره شوي او د مړي یو داسې انځور هم لیدل کېږي چې فکر کېږي په ډزو لګېدلی دی.
په خواله او رسمي رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شوي چې په تهران، مشهد، اراک، اهواز، دورود، ګوهر دښت، کرج او نورو ښارونو کې پر بانکونو، دولتي ودانیو او د امنیتي ځواکونو پر ګاډو بریدونه ښيي.
غبرګون

د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ په ټوېټر کې لیکلي، د نړۍ ټول خلک پوهېږي چې د ایران ښه خلک بدلون غواړي:
"د امریکا له خورا ډېر پوځي ځواک وروسته د ایران مشران له بل هرڅه ډېر له خپلو خلکو وېرېږي".
ډونلډ ټرمپ زیاتوي: "ظالم حکومتونه تل نه پایېږي او هغه ورځ را ځي چې د ایران خلک باید یو څوک وټاکي، نړۍ ګوري".
خو د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي د دې څرګندونو په غبرګون کې ویلي:
"امریکايي چارواکي په داسې دریځ کې نه دي چې د ایران له ستر او هوښیار ملت سره زړه سوی ولري".
ښاغلی قاسمي زیاتوي: "د ایران اساسي قانون کې د خلکو د ډیموکراټیکو غوښتنو ملاتړ شته، د خلکو مدني غوښتنې یې اټکل کړې او د قانون په چوکاټ کې دا غوښتنې تعقیبېږي".
د ملیکې پیغام
دا په داسې مهال ده چې د ایران وروستۍ ملیکې فرح پهلوي هم د شنبې په ورځ په یوه پیغام کې د لاریونوالو ملاتړ وکړ:
"باوري یم چې د ایران ملت به د پخوا په څېر دا ځل هم پر سختیو بریالی شي او رڼا به تیارې ته ماتې ور کړي".
له بلې خوا د امریکا جمهوريپال سناتور روبیو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د ایراني معترضانو هر ډول ځپل وغندي:
"د ایران خلک دا حق لري چې د حکومت د فساد پرضد غږ پورته کړي".
مظاهرې
د ایران اوسنۍ مظاهرې د پنجشنبې په ورځ له مشهد پیل شوې.
ځینې مظاهره چیانو د ناسم اقتصادي وضعیت له امله لاریون وکړ او د حکومت او حسن روحاني پرضد یې شعارونه ور کړل.
خو دا شعارونه نور هم پراخ شول او "مرګ پر دیکتاتور"، "نه غزه نه لبنان، قربان له ایران" او "اسلام مو پلمه کړ، ولس مو ذلیل کړ " په څېر شعارونه هم ور کړل شول.
خواله رسنیو په تېره تلیګرام کې د مظاهرو غوښتنه وشوه.
امنیتي ځواکونو د مشهد مظاهرو چیانو څخه ۵۰ کسان ونیول.
د جمعې په ورځ دا مظاهرې نورو ښارونو، تهران، اصفهان، کرمانشاه، رشت، قوم، ساري، همدان او قزوین ته خورې شوې، چې پکې د ایران د مذهبي مشر پرضد سخت شعارونه ور کول کېدل.
"موږ اریايي یو، عرب نه پولو" یو هغه شعار دی چې د ایران مختلفو سیمو کې اورېدل کېږي.
په تهران کې هم ځینې مظاهره چیان نیول شوي دي.
د شنبې په ورځ د حکومت پلوه مظاهرو پر مهال د حکومت ضد لاریونوال هم د ۱۳۸۸ کال د مرغومي د ۹ نېټې د مظاهرې د کلیزې په ورځ مختلفو ښارونو کې بیا سړکونو ته ووتل.
په تهران کې دا لاریون دومره پراخ و چې "د امنیتي دلیلونو" له مخې د مېترو دوه تمځي وتړل شول.
تلیګرامي کانال بندول
د امد نیوز په نوم تلیګرامي کانال چې د وروستیو مظاهرو په بللو او معلوماتو خپرولو کې فعال و د یکشنبې په ماښام تړل شوی دی.
د ایران د اړیکو وزیر محمد جواد اذري جهرمي دغه کانال ته له اشارې پرته په ټوېټر کې د تلیګرام له مشر غوښتي " هغه کانال" وتړئ، چې "ایراني معترضان تاوتریخوالي ته بولي".
د تلیګرام ادارې هم په ځواب کې لیکلي چې دوی د تاوتریخوالي خلاف دي او که داسې شوي وي نو دا کانال تړي.