فلسطین له پاکستان خپل سفیر ور وباله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د فلسطین ادارې په پاکستان کې خپل سفیر ولید ابو علي په دې دلیل ور وباله چې د ناقانونه ډلې جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید سره یې د بیت المقدس په ملاتړ جوړه شوې مظاهره کې ګډون کړی دی.

هند په دې لاریون کې د فلسطین د سفیر د ګډون له امله اعتراض کړی دی.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي

:

"موږ پاکستان کې د بیت المقدس په ملاتړ لاریون کې د فلسطیني سفیر ګډون تېروتنه بولو، ځکه هلته داسې کسان هم وو، چې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دي، د دې تېروتنې له امله د فلسطیني حکومت د مشر په امر له اسلام اباد سملاسي خپل سفیر وطن ته بولو".

ملګري ملتونه، امریکا او هند جماعت الدعوه ترهګره ډله بولي او نوی ډېلی د دې ډلې مشر حافظ سعید په ممبيي کې د ۲۰۰۸ کال د بریدونو اصلي پلانر بولي.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې زیاته شوې، چې دوی د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هند ملاتړ کوي او په ورته مهال له نوي ډېلي مننه کوي چې د فلسطین پرضد د اسرایلي تېري خلاف یې په نړیواله کچه د دوی ملاتړ وکړ.

د هند نیوکه

په غونډه کې د فلسطیني سفیر ولید ابو علي د ګډون انځورونه او ویډیو پر خواله رسنیو خپاره شول، چې ور پسې د شنبې په ورځ د هند بهرنیو چارو وزارت بیانیه خپره کړه.

په دې بیان کې راغلي، په داسې کانفرنس کې د فلسطیني سفیر ګډون د "نه منلو" دی چې حافظ سعید هم پکې وي.

هندي چارواکو په نوي ډېلي کې د فلسطین سفیر عدنان ابو الحیجا ته هم په د تړاو شکایت کړی دی.

په دې تړوا عدنان ابو الحیجا هندو ورځپاڼې ته ویلي: "څه چي ولید ابو علي کړي، هغه زموږ حکومت ته هیڅ د منلو نه دي. موږ له هند سره ډېر نږدې اړیکي لرو او موږ تل د ترهګرۍ ضد جګړه کې د هند ملاتړ کوو".

کله چې په ملګرو ملتونو کې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو خلاف پرېکړه لیک وړاندې شو، نو هند له اسراییل سره د نږدې اړیکو سربېره بیا هم د فلسطنیانو په ملاتړ رایه ور کړه.

د پاکستان غبرګون

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ یوه بیان کې د بیت المقدس په تړاو د پاکستان دریځ روښان کړی او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د امریکا د پرېکړې پرضد لاریونونه کېږي چې په ځینو کې د فلسطین سفیر هم ګډون کړی دی.

دوی زیاتوي: د جمعې ورځې مظاهره له دې ډلې وه چې په زرګونو کسانو پکې وو او د حافظ سعید په ګډون پکې له ۵ ۰زیاتو کسانو ویناوې وکړې.

"د پیدا شوي اخیستون اپوټه د ملګرو ملتونو بندیزونه له چا د نظر څرګندونو ازادي نه اخلي".

په دې بیان کې زیاته شوې چې د پاکستان حکومت او ولس د بیت المقدس په ملاتړ مظاهرو کې د فلسطیني سفیر د ګډون هرکلی کوي.