نور: له هوکړې پرته مې څوک د بلخ له ولایته نه شي ګوښه کولای

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عطامحمد نور وايي، تر څو چې ولسمشر او جمعيت اسلامي ګوند د بلخ د والي د بدلون په تړاو هوکړې ته ونه رسېږي د والي په توګه به کار ته دوام ورکړي، خو د افغانستان سیمه ييزو ارګانونو اداره بيا وايي مکلف دي چې د بلخ د نوي والي د معرفي کولو په برخه کې د ولسمشر حکم پلی کړي.

ښاغلي نور نن شنبه دسمبر ۳۰ مه په یوه بله غونډه کې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپل ګډون ته هم اشاره وکړه او ويې ویل چې له یوې پیاوړې ډلې سره به په دغو ټاکنو کې ګډون وکړي

.

عطامحمد نور د بلخ د والي په دفتر کې په یوه غونډه کې راڅرګند شو او پر خپلو پخوانيو دريځونو يې یو ځل بيا ټینګار وکړ.

هغه وویل، د جمعيت اسلامي غوښتنې نه دي پلې شوې او له همدې امله يې استعفا منتفي ده او د بلخ د والي په توګه پاتې کېږي. نوموړي زیاته کړه، که د ولسمشر او د جمعيت اسلامي ګوند تر منځ هوکړه ونه شي، څوک يې د بلخ له ولایته نه شي ګوښه کولای.

هغه دغه راز د بلخ د والي د بدلون پر سر د ناندریو او شخړو پر مهال د دولت له خوا د پوځي فشارونو احتمال ته هم اشاره وکړه او ويې ویل، د قول اردو قوماندان ته د لومړۍ درجه احضاراتو قومانده شوې وه.

ښاغلي نور زیاته کړه چې د هېواد د شمال امنيتي ځواکونو ډېرې برخې د هغه ملاتړ کړی، خو اندېښنه يې هم درلوده:

"له دې وېرېدم چې نور ځواکونه چې له ما سره کینه لري ښايي راشي او هغه مهال به د افغانستان واحد ځواک تجزيه او ټوټه شوی وای"

ښاغلي نور چې د جمعيت اسلامي اجرائي مشر هم دی د حکومت او جمعيت له نړيوالو دوستانو هم وغوښتل چې د دې شخړې پر مهال تاوتریخوالی و نه کاروي.

نن په يوه بله غونډه کې ښاغلي نور د بلخ د والي بدلول د حکومت د مشرانو یوه دسیسه وبلله او ويې ویل چې په راتلونکو ټاکنو کې د نوموړي له نفوذه ویریږي.

ښاغلي نور هغه ټاکنې یادوولې چې ښاغلی دی وايي، له یوه پیاوړي ټاکنیز ټیم سره پکې برخه اخلي:

"دا دسیسې جوړې شوې دي، په ټاکنو کې زموږ له ولسي ځواکه دواړه، عبدالله او اشرف غني وېرېږي"

د ښاغلي نور له څرګندونو وروسته د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسين مرتضوي وویل، د بلخ د والي د بدلون موضوع د ولسمشر له نظره پای ته رسېدلې او اوس د سیمه ییزو اورګانونو د ادارې د اقدام وار دی.

دغه اداره هم وايي چې د نوي والي انجنیر داوود د معرفي کولو پر پروګرام کار کوي.