وزیري: چین او افغانستان د یوې غرنۍ افغان لوا پر جوړېدو موافقه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان دفاع وزارت وايي، چین موافقه کړې چې له افغانستان سره په خپله پوله کې د یوې لوا د جوړېدو ټول لګښت په غاړه اخلي.

د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د یوه پلاوي په مشرۍ په چین کې دی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، ښاغلي بهرامي د چین له دفاع وزیر، د پوځي کمېسیون له مشر او یو شمېر نورو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر پوځي او امنیتي همکاریو خبرې کړي دي

.

ده همداراز وویل چې دفاع وزیر له چینايي چارواکو وغوښتل چې په خپله خاوره کې د افغان پوځیانو د روزنې پروګرام پراخ کړي.

 

نوموړي زیاته کړه:

"له چین څخه غوښتل شوي چې په خپله خاوره کې د افغان پوځيانو د روزنې سهمیه ډېره کړي څو زموږ ډېر افسران هلته لاړ شي او درس ووايي، د دې ترڅنګ د یوې غرنۍ لوا په اړه موافقه وشوه چې ټول لګښت او وسلې به یې چین مهیا کوي خو لوا به افغاني وي."

چین هم له افغانستان څخه خپلې خاورې ته د تروریستي او سخت دریځو ډلو له اوښتو اندېښنه لري.

له همدې کبله دا هېواد هڅه کوي چې د افغانستان او پاکستان اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ زیاتې شي.

 

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال وزیري وايي، دفاع وزیر ښاغلي بهرامي له چین څخه د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"چین باید له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان له دولت او دفاع وزارت سره مرسته وکړي، په ډېرو برخو کې هغوی وعدې کړي چې د افغانستان له وسله وال پوځ سره به مرسته کوي او دوام به ورکوي."

د سې شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو وزیر «وانګ يې» د افغانستان او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل چین د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو بشپړ ملاتړ کوي او حاضر دی چې د دې هدف لپاره د اسانتیا رامنځته کوونکي رول ولوبوي.