عبدالله: جمعیت د عطامحمد نور له لرې کولو سره همغږی و

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، هیله من دی له بلخ ولایت څخه د عطامحمد نور د ګوښه کېدو لانجه له سوله ییزې لارې حل شي.

نوموړي نن دوشنبه د ډيسمبر ۲۵مه د عطامحمد نور تر استعفا وروسته پخپل لومړي غبرګون کې وویل:

" ۱۵

ورځې وړاندې مې د عطامحمد نور د استعفا موضوع ومنله. وپتېیل شوه چې د استعفا اعلان اونۍ وروسته وشي، د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړي هم له موږ سره وو. په خپله خوښه یې استعفا وړاندې کړې، دا چې شرایط وو که نه وو، زما کار نه دی. زه اجرايه رییس یم او زما دنده ټولو ته خدمت کول دي، دا چې څه خبرې او څه ژمنې شوي دا د دوی خپل کار او پخوانۍ مسلې دي."

د نوموري په وینا، د جمعیت ګوند د رهبري شورا غړو بلخ ته د سفر پر مهال باید دغه موضوع د یوې اونې په ترڅ کې هواره کړې وای ، خو کله چې له بلخ څخه راستانه شول، نو لیدلوري یې توپیر کړی و.

ارګ د "لیندۍ پر ۲۷" اعلان وکړ چې ولسمشر د عطا محمد نور استعفا ومنله او پر ځای یې محمد داوود وګوماره.

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د ولسمشرۍ دغه پرېکړه بېړنۍ، نامسووله او د ملي یووالي حکومت له هوکړه لیک سره په ټکر کې وبلله.

ښاغلی نور زیاته کړه چې استعفا یې خاص شرطونه لرل، خو د شرایطو له منل کېدو پرته د ده استعفا منل شوې ده.

نوموړي دوه ورځې وړاندې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل:

"له خپلو پلویانو سره یو ځای د هېواد په مسلو کې د قضیې یو لوری دی او د ملي یووالي مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي."

خو ښاغلی عبدالله نن پخپلو خبرو کې وویل، د ملي یووالي د حکومت په تشکیل د کابینې د پېژندلو او د وزیرانو په پېژندلو کې یوازې دی پخپله له ولسمشر سره په اړیکه کې و او په ځینو موضوعاتو کې یې مشورې هم اخیستې دي.

 

ښاغلي نور دوه ورځې وړاندې پر اجرایه مشر عبدالله عبدالله کلکې لفظي نیوکې وکړې، د ۱۳۸۸ او ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې له نوموړي ملاتړ خپله تېروتنه وګڼله او ویې ویل، هغه د جمعیت اسلامي ګوند غړو او د احمدشاه مسعود له کورنۍ سره خیانت کړی.

هغه د خپلو لفظي نیوکو په دوام وویل، عبدالله عبدالله ماته غاښونه تېره کړي او بیا یې خبرداری ور کړ چې غاښونه به دې مات کړم.

خو ښاغلی عبدالله د وزیرانو شورا د دوشنبې ورځې په ناسته کې د دغو لفظي نیوکو ځواب په خندا ورکړ: "ځینې ځایونه یې ویلي چې (په استعفا کې) ۸۰ سلنه زه پړ یم، خو زما په اند ټوله ملامتي د استعفا لیک ده. پر خپلو کارونو سربېره یو بل کار ه را له غاړې شو او هغه دا چې زه باید اوس د خپلو غاښونو خیال هم وساتم.

اجرایه مشر عبدالله عبدالله سمتي او قومي کرکو ته لمن وهل د افغانانو لپاره زهر وګڼل او له سیاسي قشر څخه یې وغوښتل چې خپل مسوولیت ته پام وکړي: "موضوع داسې نه شي چې که په ما ونه شو نو په هیچا دې نه کیږي، پریږدئ چې د افغانستان پر خلکو وشي."

نوموړي زیاته کړه، هڅې وشوې چې اجرایه ریاست له منځه یووړل شي، خلکو ځانونه داسې معرفي کړل چې ګویا د خلکو ښه استازولي کولای شي، موږ ولیدل چې پایلې یې معلومې وې او ناکامې وې.

هغه خپل منتقدینو ته په ځواب کې وویل، چوپتیا یې د کمزورۍ په مانا نه ده او په هغه ځای کې چې توان یې خلکو ته رسیږي باید له زغم او حوصلې کار واخیستل.

عطامحمد نور له شاوخوا ۱۴ کلونو راهیسې د بلخ ولایت د والي په توګه کار کړی، بلخ چې د افغانستان په شمال کې موقعیت لري له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړخونو له امله اهمیت لري او د ښاغلي نور ټولنیز بستر دی.

ښاغلي نور د جمعیت ګوند اجرایه رییس دی. دغه حزب په دولتي جوړښت کې لویه برخه لري، ښاغلی عبدالله او ډېر نور لوړپوړي چارواکي هم د دغه ګوند له غړو دی.