پاکستان په منطقوي کنفرانس کې پر امریکا سختې نیوکې وکړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د چین، روسیې، ترکیې، افغانستان، پاکستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن په اسلام اباد کې پیل شوه.

په سیمه کې د ترهگرۍ سره د مبارزې او منطقوي همکاریو پر موضوع د شپږو هیوادونو د پارلماني هیئتونو غونډه د پاکستان په نوښت جوړه شوې ده. د پاکستان، چین، روسیې، ترکیې، افغانستان او ایران د پارلماني هیئتونو غونډه نن د سختو امنیتي ترتیباتو تر سیوري لاندې په پلازمینې اسلام اباد کې پیل شوه

.

د پاکستان د سنا مجلس رئیس د وینا څخه د امریکا پرضد استفاده وکړه او یو ځل بیا یې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تگلاره په افغانستان کې د هغوی د ناکامیو د پټولو هڅه وبلله. د سنا رئیس رضا رباني زیاته کړه چې د ټرمپ حکومت د ترهگرۍ سره په مبارزې کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځولې دي.

رضا رباني وویل " دوه ورځې وړاندې موږ ولیدل چې د متحده ایالاتو مرستیال جمهور رئیس پاکستان ته اخطاریه خبرې وکړې. خو نړۍ ته دې معلومه وي، چې پاکستان یو خپلواک هیواد دی او د هیچا څخه هدایات (ډیکټې) نه مني، هغه که امریکا هم وي."

د ښاغلي ریاني اشاره د پنج شنبې په ورځ په افغانستان کې میشتو امریکایي سرتیرو ته د مایک پینس وینا وه. ښاغلي پینس ویلي وه چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسي طالبانو او نورو ترهگرو ډلو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

.

ښاغلي پنیس زیاته کړې وه "هغې ورځې تیرې شوې، جمهور رئیس ټرمپ پاکستان ته وخت ورکړی دی،.....په همکاري کولو کې د پاکستان ډېرې گټې دي، او د ترهگرو او مجرمینو په ساتلو کې یې ډېر زیانونه دي."

د پاکستان حکومت د ښاغلي پینس خبرو ته داسې چټک ځواب ورکړی و "متحدین یوه او بل ته اخطارونه نه ورکوي".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي وه "اخطارونو باید هغو عواملو ته وټاکل شي چې د مخدره موادو تولید یې زیات کړی دی، د حکومت له واک څخه بهر سیمې یې زیاتې کړې دي، حکومتداري (د افغانستان حکومت) تقسیم شوی دی، او داعش ته یې د پښې د ټینگښت ځای ورکړی دی."

متحده ایالات او افغانستان دواړه ادعا کوي چې د پاکستان پر خاوره کې د پټن ځایونو د موجودیت له امله طالبان او د حقاني ترهگره شبکه په افغانستان کې د فعالیتونو د پراخولو وړتیا موندلې ده.

پاکستان د ترهگرو سره د اړیکو د درلودلو تورونه ردوي او وایي چې په افغانستان کې او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د روسیې او چین سره گډ کار کوي.

د اسلام اباد په غونډه کې د افغانستان کې د پارلمان د نهه کسیز هیئت مشري د ولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهیمي کوي.