جماعت اسلامي: له تعليمي نصابه مو د پاچاخان نوم لېرې کړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

خيبر پښتونخوا کې د جماعت اسلامي پخوانى ايالتي مشر پروفیسور ابراهیم وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ ايالتي حکومت له نصابه د هغو کسانو نومونه ايستلي چې دۀ "سکيولر" وبلل.

‎ښاغلي ابراهیم له اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلې له تحريک انصاف سره په حکومت کې د جماعت اسلامې د ور گډېدو يو شرط همدا و چې د دۀ په وينا له نصابه به ټول هغه سکيولر توکې وباسې چې د نېشنل عوامي گوند حکومت له لوري په تعليمي نصاب کې ځاى کړل شوي وو

.

‎د ښاغلي ابراهيم په وينا عوامي نیشنل او پیپلز گونډونو له تعليمي نصابه د اسلامې شخصیتونو په تړاو شته مواد لېرې کړي او د خان عبدالغفار خان، راجا داهر او رنجیت سنګ په څېر د ځينو سکيولر څېرو په اړه څپرکي ور زيات کړي و.

‎پروفيسور ابراهيم زياتوي د یوه هېواد تعلیمې نصاب د ولس په اخلاق جوړولو کې مهمه برخه لري. خان عبدالغفار خان د پښتنو سياسي مشر و چې پر هند د بريتانيا د نيواک پر وړاندې د خپلې مبارزې او د پښتنو له حقونو د دفاع له امله پېژندل شوې څېره ده.

عوامي نشنل گوند لا په دې تړاو کوم غبرگون نه دى ښوولى.