امریکا پر اوکراین باندې وژونکې وسلې خرڅوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا متحده ایالات غواړي اوکراین ته وژونکي وسلې ورکړي چې د هغه هیواد په ختیځ کې د جدایي غوښتونکو په وړاندې چې روسیه یې ملاتړ کوي، جگړه وکړای شي.

خو روسیې نه خبرداری ورکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو دغه تصمیم خطرناک دی ځکه چې د هغوی په اند دغه کار کیف دې ته هڅوي چې د اوکراین په ختیځ کې له قوې نه کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات پراخې دفاعي وسلې اوکراین ته ورکوي چې دفاعي قابلیت یې لوړ شي او د خپل هیواد د حاکمیت او خاورې دفاع وکړای شي

.

اعلامیه دا هم وایي چې د امریکا مرسته په بشپړه توگه دفاعي بڼه لري.

د ای بي سي تلویزیون یو رپوټ چې ددغه اعلان دمخه خپور شوی وایي چې د ۴٧ میلیونو ډالرو په ارزښت په دغه دفاعي بنډل کې ٢١٠ ټانک ضد میزایل او ٣٥ توغونکې دستگاوی شاملې دي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره نده تائید کړې چې دغه وسلې دې په دې معامله کې شاملې وي.

د اوکراین حکومت د هیواد په ختیځ کې د هغو جدایي غوښتونکو سره په جگړه بوخت دی چې روسیه یې ملاتړ کوي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د مسکو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی، خو د کیف سره د وسلو معامله ددغو اړیکو پر وړاندې یو عمده خنډ گڼل کیږي.

د رونې میاشتې په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن روسیې ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین مسله د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو پر وړاندې یواځنی خنډ دی.

د روسیې د دولتي اژانس تاس د رپوټ له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو دغه تصمیم یو ځل بیا د مینسک پریکړو ته تاوان رسوي.