د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګري استازي خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې بویه په روان ژمي کې د جګرې د راکمولو په برخه کې پام وړ پرمختګ وشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي تادامیچي یماماتو خبرې تر ډیره د سولې په تړاو پر کېدونکو هڅو او فرصتونو راټولې وې. ښاغلي یماماتو وویل ټولو خواوو ته په کار ده چې د جګړو د راکمولو پر هڅو یوه خوله شي.
هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د سولې لپاره په رښتینې مانا له روانو هڅو سره یو ځای شي
:
"حکومت او نړیواله ټولنه باید پر دې خپلې هڅې راټولې کړي چې راتلونکی کال څه ډول تاوتریخوالی کمولی شو. او د سولې د خبرو لپاره یوه اډانه جوړه شي. یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې په رښتیني معنی سولې خبرو ته غاړه کېږدي، چې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواره شي."
ښاغلي یماماتو د کابل بهیر راتلونکې غونډه د سولې په برخه کې بې ساری فرصت او په دې برخه کې یې د نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین وباله:
"د کابل بهیر غونډه چې راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ نیټه په کابل کې جوړیږي یو ښه فرصت دی. په دې غونډه کې به افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سیاسي روغې جوړې لپاره خپله ستراتیژي وړاندې کړي او په دې برخه کې به د نړیوالې ټولنې مرسته هم وغواړي. "
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دا خبره هم وکړه چې روان ژمی د جګړې راکمولو لپاره ښه فرصت دی او د سیمې په کچه د هېوادونو ترمنځ همکاري د افغانستان له ټیکاو پرته ناشونې ده:
"په سیمه ییزه کچه ګډکار ته هېوادونه هڅول کیږي، خو په افغانستان کې له ټیکاو او سولې پرته سیمه ییزه همکاري ناشونې ده."
د نوموړي په خبره، په راتلونکو میاشت کې باید ټاکنو ته د چمتووالي او د تاوتریخوالي د راکمولو لپاره د پام وړ پرمختګ وشي، چې وکولی شو د سولې یو منلی بهیر رامنځته کړو.
که په روان ژمي کې تر لاسه شوی فرصت مو له لاسه ورکړ نو د راتلونکي کال فرصتونه به هم له لاسه ووځي.
د ملګرو ملتونو استازي د راتلونکي کال ټاکنې د افغانستان د ټیکاو او د دولت د اعتبار لپاره مهمې وبللې او په دې برخه کې یې له افغان حکومت سره د ګډ کار هوډ څرګند کړ.
خو د ټاکنو څارونکې ډلې په دې برخه کې اندیښنې لري.
دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه نوی مشر نه لري ، او له تخنیکي پلوه لا هم اوږده لاره په مخ کې پرته ده، داسې اندېښنې شته چې ښايي راتلونکې ټاکنې به له ډیرو ننګونو سره مخامخې وي، امنیتي ننګونې د ټاکنو په وړاندې یو بل لوی خنډ بلل کېږي.