د مایک پینس څرګندونو ته غبرګون کې پاکستان ویلي'متحدینو ته خبرداری نه ورکول کېږي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغانستان کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس څرګندونو ته غبرګون کې پاکستان ویلي، دغه څرګندونې له امریکايي چارواکو سره د دوی تفصیلي خبرو مخالفې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، متحدین یوه بل ته خبرداری نه ورکوي، بلکې په وینا یې خبرداری باید هغو عواملو ته ورکړل شي، چې د ویاند په خبره د نشه توکو د تولید ډېروالي، د ناقانونه سیمو پراختیا، په صنعتي کچه د فساد ډېرښت، د حکومتولۍ پای او افغانستان کې د داعش لپاره د پښې ښوولو زمینې برابرولو لامل دي

.

د ویاند په خبره اړتیا دا ده، چې سولې او روغې جوړې ته ټول پام واړول شي.

له دې مخکې د امریکا مرستیال ولسمشر پاکستان ته ګواښنه وکړه چې په وینا یې له ترهګرو او مجرمو ډلو سره یې د اوږده ملاتړ ورځې نورې ختمې دي.

نوموړي افغانستان ته د یوه نااعلان شوي ورتګ پر مهال په باګرام هوايي اډه کې خپلو پوځيانو ته په وینا کې ویلي، پاکستان له ډېرې مودې راهیسې طالبانو او ګڼو ترهګرو ډلو ته پخپله خاوره کې پټنځي ور کړي او ولسمشر ټرمپ ورته په دې اړه خبرداری ور کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، اسلام اباد ته د ولسمشر ټرمپ هغه خبره بیا ور اوروي چې له امریکا سره په ملګرتیا کې د پاکستان ډېره ګټه او د ترهګرو په ملاتړ کې یې ډېر تاوان دی:

"له اوږدې مودې پاکستان طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی، خو نور هغه وخت پای ته رسیدلی."

نوموړي زیاته کړه، ولسمشر ټرمپ پاکستان ته ګواښ کړی او زه دلته یو ځل بیا وایم چې له امریکا سره په ملګرتیا کې پاکستان ډیر څه تر لاسه کولی شي. خو که ترهګرو او جنایتکارانو ته ځای ورکړي نو ډیر څه به له لاسه ورکړي.

ښاغلي پینس وویل، د امریکا د ځواکونو اعلی سر قوماندان په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د ټولو سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو لارو چارو د کارولو امر کړی دی:

"موږ هوايي بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راوستی. اوس طالبان په دفاعي حالت کې دي. له افغان ځواکونو سره په ګډه موږ توانیدلي یو چې په تیرو درې کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ولایتونو پر مرکزونو ددغې ډلې د بریدونو مخه ونیسو. "

د ښاغلي پینس په خبره، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د مالي سرچینو د ځپلو لپاره مو د دوی د نشه یي توکو پر شبکو هوايي بریدونه وکړل او وینا یې چې ګټور و.

ښاغلي پينس پخپلو خبرو کې د داعش وسله والې ډلې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، په افغانستان، عراق او نورو سیمو کې د دغې ډلې (خلافت) له منځه تللی دی.

نوموړي زیاته کړه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې پر پرمختګونو غږېدلی او افغان لوري ته یې ډاډ ور کړی چې امریکایي ځواکونه به په افغانستان کې تر هغه پاتې وي چې د ترهګرو ګواښونه د تل لپاره له منځه یوړل شي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې هم ویل شوي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ښاغلي پینس ۲۰۱۷ کال د افغانستان د امنیتي او دفاعي سکتور د انکشاف او د نشه یي توکو پر ضد په مبارزه کې د لاسته راوړنو کال ارزولی او پر خپل وخت یې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو په تر سره کېدو ټینګار کړی دی.

د سرچینې په خبره افغان ولسمشر د ښاغلي پینس په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د کابل او واشنګټن اړیکې پر ګډو ستراتیژیکو ګټو ولاړې دي او تر پخوا پیاوړې شوې دي.

ښاغلي غني همدارنګه د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا متحدو ایالاتونو نوې ستراتیژي د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې مهم فرصت بللی او د هغې پر تطبیق یې ټینګار کړی دی.

مایک پنس د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنې او دغه راز له فساد سره د مبارزې، سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او ښې حکومتولۍ په برخه کې د افغانستان حکومت پرمختګونه ستایلي او زیاته کړې یې ده چې د امریکا متحده ایالتونه تل د افغانستان د دولت او خلکو تر څنګ وو او دا ملاتړ به په بېلابېلو برخو کې ادامه او پراختیا ومومي.