افغانستان کې ۳۱ "خیالي" مخابراتي انتنونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ویل کیږي چې پر دغو خیالي پایو ۱۲۴ میلیونه ډالر لګښت هم شوی دی

دا انتنونه په اصل کې نشته خو د لګښت کچه يې لسګونو میلیون ډالرو ته رسیږي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت وايي چې ۳۱ داسې مخابراتي انتنونه او سایټونه موندلي چې فعالیت یې نه وو، خو بودیجه یې ورکړل شوې ده

.

د افغانستان د مخابراتو معین سید احمد شاه سادات په خپل فیسبوک کې لیکلي دي "د افغان تیلیکام انتنونو ۳۱ داسې سایټونه مو معلوم کړل چه فعال نه دي او له تېرو دوه کلونو بوديجه يې اخيستل کېږي، چی د څیړنو لپاره داخلی تفتیش ته ولیږدول شول او د بررسۍ هدایت مو ورته وکړ".

د افغانستان د معلوماتي تکنالوژۍ او مخابراتو وزیر شهزاد اریوبي مني چې داسې خیالي پايي وې. ښاغلي اریوبي امریکا غږ ته وویل "دا مسئله زما تر راتګ مخکې شوې ده. اوس ما سره شریکه شوې ده او معلومات راکړل شوي دي. موږ پرې تخنیکي تفتیش کوو او چې تفتیش خلاص شو بیا به یې په اړه معلومات خپاره کړو".

د مخابراتو معین سادات په دې اړه نور معلومات په خپل فیسبوک کې نه دي خپاره کړي، چې دغه مخابراتي پایيي، چېرته دي او د چا دي او څومره بودیجه ورکړل شوې ده.

خود مخابراتو وزارت یو مقام چې له دې مسئلې خبر دی او نه یې غوښتل نوم يې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل "پر دغو خیالي پایو ۱۲۸ میلیونه ډالر لګښت شوی دی. دا پايي د یو شمېر زورواکو او حکومتي مقاماتو په کوورنو کې ولاړې دي. بودیجه ورکړل کیږي خو فعالیت یې نشته. دا لوی فساد دی".

خو د افغان تیلیکام اجرايي مشر انجینر شریف دا خبره په کلکه رد کړه. هغه امریکا غږ ته وویل "هېڅ امکان نلري چې ۳۱ خیالي پايي دې وي او موږ دې پرې خبر نه یو. وزارت په دې اړه له موږ سره هېڅ تماس نه دی نیولی. زموږ کارونه څېړل کیږي او قوي پلټنه یې کیږي. داسې کوم شی امکان نلري".

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا شپږ مخابراتي شرکتونه شته چې ویل کیږي د افغانستان د شاوخوا ۳۵ میلیونه نفوس څه باندې ۸۰٪ له مخابراتي خدمتونو برخمن دي.

په افغانستان کې چې فساد یوه لویه ننګونه بلل کیږي، تر دې مخکې د خیالي پولیسو او خیالي ښوونځیو راپورونه هم ورکړل شوي وو، خو دا شاید دا لومړی وي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د خیالي انتنونو خبره کوي.