''امریکا سیمه ییزه مشري هغه چا ته ورکوي، چې د اتومي وسلو سیالي یې پیل کړې''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، امریکا په دغه هېواد بې بنسټه تورونه پورې کړي او نه یوازې دغه تورونه ردوي، بلکې له دغه ډول تورونو سره د پاکستان پر هغو قربانیو سترګې پټېږي، چې د وزارت په خبره په سیمه او نړۍ کې يې د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره ورکړې دي.

پاکستان د امریکا هغه تورونه یو ځل بیا رد کړي، چې دغه هېواد لاهم د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې هند ته په اشارې سره ویلي، امریکا هغه هېواد ته سیمه ییزه مشري ورکوي، چې په وینا یې اسیا کې يې د اتومي وسلو جوړولو سیالي پېل

کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې پر ورځ د امریکا د ملي امنیت د نوې تګلارې وړاندې کولو پر مهال ویلي و، پر پاکستان به نور فشار زیاتوي، چې د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

امریکا ویلي و، دوی یو سوله ييز افغانستان غواړي او ورسره داسې پاکستان چې په افغانستان کې د سولې ضد فعالیتونو کې ککړ نه وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدې ته په پام سره ویلي، پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر ټولو مخکې دی او د دغه هېواد د هلو ځلو په برکت القاعده شبکه ځپل شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلاميې کې هند په اشارې سره ویل شوي، امریکا هغه هېواد ته مشري ورکوي، چې په سویلي اسیا کې يې د اتومي وسلو پېل کړی او ترهګري د دولتي تګلارې برخه ګڼي.

پاکستان چې له لومړۍ ورځې راهیسې پرې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او په هند کې د کشمیر د وسلوالو ډلو د ملاتړ تورونه پورې کېږي، د افغان دولت په شمول امریکا او هند هم ورڅخه بیا بیا غوښتي، چې د دغو ډلو له ملاتړه دي لاس واخلي.

خو د دې په ځواب کې پاکستان نه یوازې دغه تورونه ردوي، بلکې پر هند او افغانستان ورته تورونه پورې کوي.