د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجنیر محمد داود وایي، هر کله چې ولسمشر ورته لارښوونه وکړي، د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پيل کړي.

ښاغلي داود له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له عطا محمد نور پرته د جمعیت اسلامي ګوند ډېری غړي د ده پر نوې دنده خوښ دي.

نوموړی زیاتوي، تیر کال چې کله د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او ولسمشرمحمداشرف غني ترمنځ خبرې پيل شوې، دی د عطا محمد نور له خوا د بلخ ولایت کاندید و

.

د بلخ نوی ټاکل شوی والي انجینر محمد داوود وایي، هر کله چې ولسمشر ورته لارښوونه وکړي، د بلخ د والي په توګه به خپله دنده پيل کړي.

ښاغلي داود له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، له عطا محمد نور پرته د جمعیت اسلامي ګوند ډیری غړي د ده پر نوې دنده خوښ دي.

نوموړی زیاتوي، تیر کال چې کله د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور او ولسمشرمحمد اشرف غني ترمنځ خبرې پيل شوې، دی د عطا محمد نور له خوا د بلخ ولایت کاندید و.

نوموړی وايي زه د ولسمشرۍ لخوا د نوی والي په توګه ټاکل شوی یم. هغه وايي له ګومارنې یې د افغانستان اجراییه ریاست هم خبر و.

ښاغلي داوود د جمیعت ګوند هغه څرګندونې، چې د ښاغلي نور استعفا یې د ارګ انحصار غوښتنه بللي، شخصي نظرونه بللي دي.

نوموړی وايي عطا محمد نور یې د شوروي اتحاد پر وړاندې د مبارزې د سنګر ملګری دی او اوس یې هم تر منځ کوم تاوتریخوالی نه شته.

له څه مودې راهیسې د ارګ او پخواني والي عطا محمد نور تر منځ اړیکې ترینګلې وې. خو ښاغلی داود يې یوازې شخصي نزاکتونه بولي چې په وینا يې ډېر ژر به حل شي. ښاغلی داوود وايي، د مرکزي حکومت د امر انتظار کوي، چې خپله دنده پیل کړي.

انجنیز داوود وايي ولسمشر ته یې د خپل کاري پلان جزیات سپارلي دي.