ناټو افغانستان ته د ځانګړو ځواکونو ډله لیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ناټو د ځانګړو ځواکونو یوه ډله افغانستان ته ځي چې افغان ځانګړو ځواکونو ته روزنه او د جګړې او اغیزمنو پوځي عملیاتو په ترسره کولو کې،‌ سلامشورې ورکړي.

ناټو په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د دغې ډلې غړو د بلجیم په مونس ښار کې خپلې روزنې بشپړې کړي او ډیر ژر به افغانستان ته واستول شي. د دغې ډلې د غړو د شمیر په اړه او دا چې له کومو هیوادونو دي، څه ندي ویل شوي

.

افغانستان دا مهال شاوخوا ۱۸ زره ځانګړي کوماندو ځواکونه لري چې ویل کیږي د طالب جنګیالیو او داعش ډلې په ضد ۸۰ سلنه عملیات ترسره کوي. د افغانستان حکومت غواړي چې د دغو ځواکونو شمیر ۳۵ زرو ته ورسوي.‌ دا مهال امریکايي‌ پوځیان د افغان کوماندو ځواکونو روزنه،‌ تجهیز او ملاتړ کوي.‌

افغان او امریکايي چارواکي‌ وايي د افغانستان ځانګړي ځواکونه د خپلو وړتیاوو له اړخه، په سیمه کې بې ساري دي.

د شاوخوا ۳۵۰ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ،‌ په افغانستان کې دا مهال تقریباً ۱۵زره امریکايي او ناټو ځواکونه هم میشت دي.