پاکستان کوم لوري ته روان دى؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستان د سويلي اسيا يو داسې هېواد دى چې له جوړېدو راهيسې له ترينگلتيا او کړکېچونو سره لاس او گرېوان دى.

د دغه هېواد د تاريخ يو ترينگلى څپرکى، په تېر جولاى کې د فساد په تور له دندې د لومړي وزير نواز شريف لېرې کېدل بلل کېږي.

د هغه له تگ نه دا دى څه د پاسه درې مياشتې وروسته لا هم د نوموړي ځايناستى خاقان عباسي نه دى توانېدلى چې د پاکستان حالات له تمو سره سم کابو کړي

.

د ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپيو ارزښت په تېرو څو ورځو کې سخت پرېوتى، او امريکايۍ خپرونې "بلومبرگ" د لومړي وزير خاقان عباسي په وينا ليکلي چې سياسي کړکېچ د بهرنۍ پانگونې مخه ډب کړې.

بل لوري ته له پاکستانه د ولسمشر ټرمپ د ادارې دې غوښتنې چې د اورپکو پر وړاندې دې جدي اقدام وکړي گنې مرستې به وبايلي، لا فشار ډېر کړى.

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير آفتاب احمد خان شېرپاو وايي پاکستان اوسمهال له يوۀ ناڅرگند حالت سره مخ دى.

د ښاغلي شېرپاو په وينا "حالت اندېښمنونکى دى. سياسي گوندونه پر يوۀ بل په محکمو کې عريضې کوي او د پارلمان د مشر دا اټکل چې ښايي مخکې له وخته ټاکنې وشي او دا حکومت خپله دوره پوره نشي کړاى، اندېښنې لا ډېرې کړي."

نو د پاکستان روانو سياسي حالاتو ته په پام سره دغه هېواد کوم لوري ته روان دى؟

حکومت مخالفي د مخکې له وخته ټاکنو غوښتنه کوي او ځينې بيا د يوۀ منځمهالي حکومت جوړېدل غواړي چې په دغه هېواد کې بنسټيز سمونونه راولي.

د پاکستان پخوانى ولسمشر پرويز مشرف له يوۀ پاکستاني ټلويزيوني چينل سره په خبرو کې په دې باور و چې اوسنى حکومت د خپلې دورې د پوره کولو جوگه نه دى، او د داسې يوۀ منځمهالي حکومت جوړېدل يې حل لاره وبلله چې په وينا يې ستره محکمه ورته په اساسي قانون کې د سمون راوستو اجازه ورکړي.

ښاغلي مشرف وويل "دغه تکنوکراټ حکومت ته بايد د پام وړ وخت ورکړل شي فاسد سياستوال محکمې ته راکاږي."

 

خو د خېبر پښتونخوا د ايالتي پارلمان غړى سيد جعفر علي شاه بيا د ښاغلي مشرف دا وړانديز له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي.

دى وايي " دا راز حکومت قانوني بڼه نلري. که مخکې له وخته ټاکنې کېږي نو د چارسمبالي حکومت د واک موده درې مياشتې او که ټاکنې پر وخت وشي نو دوه مياشتې ده."

مخکې له وخته ټاکنې

د پاکستان د کورنيو چارو پخوانى وزير آفتاب احمد خان شېرپاو په دې باور دى چې شونې ده د مسلم ليگ حکومت خپله موده پوره کړي.

خو ښاغلى شېرپاو وايي " دا هم نشو ردولاى چې حکومت ډېر کمزورى شوى. په هېواد کې دننه پر بهرنۍ تگلارې او کورنيو مسايلو مخالفتونه ډېر دي او پانگونه هم کمه شوې."

نژدې راتلونکې

د پاکستان د چارو ډېرى څارونکي دې پوښتنې سره مخ دي چې راتلونکو ټاکنو پورې چې ټاکل شوې شا و خوا اته مياشتې وروسته تر سره شي، په دغه هېواد کې به حالت څه راز بڼه خپلوي.

ښايي دې پوښتنې ته روڼ ځواب نه وي. ښاغلى شېرپاو هم په دې باور دى چې د ډېر بدلون تمه نشي کېداى. ښايي حالت په همدې ډول روان وي.

دى وايي" سياسي ډلې بايد سره يوۀ پوهاوي ته ورسېږي چې اوسنى حکومت خپله دوره پوره کړي."

که چټک بدلون رامنځته کېږي او که نه خو ډېرى په دې اند دي چې د دغه سياسي کړکېچ ناوړه اغېز به تر يوې اوږدې مودې د پاکستان پر اقتصادي او مالي حالت سيورى غوړولى وي.