سرپل جګړه: زرګونه خلک له کورونو وتلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سرپل ولایت کې د حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ یې جګړې زور اخیستی او زرګونه خلک له سیمې تښتېدلي دي. دا ځل د جګړو مرکز د سانچارک ولسوالي ده چې طالبانو په کې درې ورځې وړاندې یوه سیمه ونیوله.

حکومتي ځواکونه یې د بېرته نیولو هڅه کوي. طالبانو څلور ورځې مخکې پر سانچارک بریدونه پیل کړل او د تبیر سیمه یې نیولې ده

.

د سرپل والي ظاهر وحدت وايي، نښتو کې ملکي خلکو ته هم مرګژوبله اوښتې:

''تېرو ۲۴ ساعتونو کې تبیر کلي کې، ګوسفندې سیمه کې او د ولایتي مرکز په ختیځه خوا کې جګړه روانه ده. د مخالفانو ۱۳ کسان وژل شوي دي، امنیتي ځواکونه تلفات نه لري، خو په تبیر کلي کې ۴ ملکي کسان چې ښځې او ماشومان دي، شهیدان شوي او شپږ نور ښځې او ماشومان ټپیان دي

د دغې جګړې له کبله نژدې ۱۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې دي. یوه بې ځایه شوي سړي نیک محمد وویل، له څو ورځنۍ جګړې وروسته له کور کلي تېښتې ته اړ شول، خو وايي اجازه نه ورکول کېده، چې د تېښتې لپاره موټر یا موټر سایکل وکاروي.

نوموړی وايي اوس پلي خلک د تېښتې په حال کې دي او دوی له حکومته غواړي، چې بمباري و نه کړي. وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې دغو جګړو کې د رییس کریم په نامه حکومت پلوی قومندان له خپلو ۴۰ ملګرو سره دوی ته تسلیم شوی دی.

د روان کال په زمري میاشت کې وسله والو طالبانو د سرپل ولایت مرزاولنګ سیمه نیولې وه. حکومت هغه مهال ادعا کړې وه، چې وسله والو هلته ۵۰ ملکي کسان وژلي وو، خو طالبانو د ملکي خلکو وژنه رد کړې وه.