د قدس په اړه د عربانو پر 'کمزوري' دریځ د ترکیې نیوکې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه تر منل کېدا وروسته ترکیه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان بېړنۍ سرمشریزې کوربه توب کوي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا ځینې مشران په ترکیه کې سره جرګه شوي چې د امریکا د ولسمشر له خوا قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه له منل کېدو وروسته غبرګون وښيي.

د ترکیې ولسمشر د اسلامي هېوادونو سرمشریزې ته وینا کې د قدس په اړه د ټرمپ د دریځ په تړاو د عربي هېوادونو پر کمزوري غبرګون نیوکه وکړه، چې په وینا یې ښايي د واشنګټن له قهرېدلو یې وېره لرله

.

رجب طیب اردوغان وویل، واشنګټن قدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژندلو سره "نړیوال قوانین" مات کړل.

بل خوا د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود جاوش اوغلو وویل: "ځینو عربي هېوادونو د قدس په اړه د ټرمپ فرمان ته ډېر کمزوری غبرګون وښود. ښکاري چې ځینې هېوادونه له امریکا متحدو ایالتونو ډېر وېرېږي."

ده وویل، مصر او متحده عربي اماراتو باید د بهرنیو چارو خپل وزیران راستولي وای او سعودي عربستان هم باید ګډون کړی وای. دا درې واړه هېوادونه له ترکیې سره سست اړیکي لري.

د ایران ولسمشر، چې د انقرې سرمشریزې ته ورغوښتل شوی و، ویلي هېواد یې د اسرائیلو ضد نوي پاڅون ملاتړی دی چې په وینا یې د "فلسطیني خلکو د حقونو خوندي ساتلو" لپاره به هلې ځلې کوي.

روحاني د چارشنبې په ورځ سرمشریزې ته وویل، مسلمان هېوادونه باید له "شک پرته" نړۍ ته خپل غږ پورته کړي.

ایران په سیمه کې د اسرائیلو ضد ګڼو اورپکو ډلو ملاتړ کوي، په تېره بیا په هغو عربي هېوادونو کې یې پوځي نفوذ ډېر دی چې ګڼ شیعه وګړي لري، په تېره بیا د امریکا د ملګري سعودي عربستان د سني نفوذ د مخنیوي لپاره هر راز مداخلې ته چمتو دی.

ترکیه یو له هغو هېوادونو و، چې د ټرمپ دا پرېکړه یې وغندله او پروړاندې یې توند غبرګون وښود.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، اسرائیل یو "ترهګر دولت" دی او پر امریکا یې نیوکه وکړه چې په وینا یې "لاسونه یې په وینو سره دي".

اوس اردوغان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ شورا غړو هېوادونو مشران ورغوښتي، چې په دویمه ورځ د قدس په تړاو یو دریځ اعلان کړي.

تېره اونۍ د ټرمپ له خوا قدس ته اسرائیلو کې د امریکا د سفارت لېږدولو په غبرګون کې عربي او اسلامي هېوادونو کې پراخ لاریونونه وشول او له فلسطینیانو سره د همغږۍ په پار لسګونه زره کسانو مظاهرې وکړې.

د انځور حقوق

فلسطیني خاوره کې د ټرمپ د پرېکړې غندلو په پلوۍ مظاهرې وشوې، چې د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ اخ او ډب کې ځینې کسان ووژل شول او ټپیان شول.

اسرائیلو پر غزې تړانګې بمبار وکړ، چې په وینا یې دا بریدونه یې له دې تړانګې د توغندي له برید وروسته وکړل.

په اخ او ډب او هوايي بریدونو کې څلور فلسطینیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ترکي چارواکو ویلي، د ۳۰ اسلامي هېوادونو مشرانو د استانبول سرمشریزه کې د ګډون کولو بلنه منلې ده، چې د ایران ولسمشر حسن روحاني، د اردن پاچا دویم عبدالله، د لبنان ولسمشر میشال عون او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یوه ورځ مخکې ورغلي وو.

فرانس پرېس خبري اژانس وايي، د استانبول شرمشریزې ته د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس هم ورغلی.

خو د سعودي د استازي د ورتګ خبره لا نه ده کره شوې.

پر سعودي دا نیوکه هم ده، چې د قدس په تړاو یې د ټرمپ اعلان ته هسې غبرګون ونه ښود، لکه څنګه یې چې باید ښودلی وای.

ګڼو عربي هېوادونو، اروپايي ټولنې او نورو د ټرمپ دا پرېکړه وغندله.

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له واشنګټن وغوښتل چې د قدس په اړه د شوې پرېکړې لغوه کولو لپاره بېړنۍ غونډه وکړي او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې فلسطیني دولت په رسمیت وپېژني.

قدس د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د لانجې مهم ټکی دی، اسرائیل وايي، قدس یې پلازمېنه ده، خو فلسطینیان بیا ختیځ قدس د خپل راتلونکي حکومت پلازمېنه ګڼي چې وايي قدس او اقصی جومات د مسلمانانو عبادتځی پاتې شوی.

اردوغان هڅه کوي چې د اسلامي هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي. هغه انقره کې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرو کې وویل، اسرائیل اوس "پر اور لا نور تېل اچوي".