د عامه نظم پوليسو پخوانى مشر په اته کاله بند محکوم شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محکمې د ښاغلي پيکان د نیولو امر وار له مخه کړی و، خو لا تر اوسه نه دى نيول شوى
په کابل کې يوې محکمې د افغانستان امن او عامه نظم پولیسو پخوانې مشر "زمری پیکان" او لس نور پولیس چارواکي هر يو په څه د پاسه اته کاله بند محکوم کړي دي.
د ادارې فساد او درنو جرمونو پر وړاندې قضايي او عدلې مرکز ویاند محمد عالم عتیق بي بي سي ته وویل، ښاغلي پیکان ته له دندې د ناوړه ګټه پورته کولو، د خپلو واکونو ناسم کارونې او د یوه کس د وژلو په جرم محکمې د بند سزا واوروله

.
ښاغلى عتیق زیاتوي د زمري پيکان زوى "مختار" د دولتي وسایطو او وسلې پر مټ یو تن وژلى و او پلار یې هم ورسره په دغه وژنه کې مرسته کړې وه
ښاغلى عتيق وايي "د مختار پيکان لټون روان دى."
د ښاغلي پیکان زوی د سهراب په نامه د يوۀ کس په وژنه تورن دی. چې څه باندې کال مخکې د کابل په شیرپور سیمه کې د امن او عامه نظم پولیسو په یونیفارم سمبال کسانو له خوا وژل شوی و.
د افغانستان ملي امنيت اداره وايي د داعش پر وړاندې يې ځانګړی ځواک جوړ کړی
اسلام اباد: د کابل برید ترشا د ملي امنيت تور ردوو
د افغانستان کورنیو چارو وزارت د تېرکال په اګست میاشت کې ښاغلى پيکان له دندې لېرې کړى و.
محکمې د نوموړي د نیولو امر وار له مخه کړی و، خو لا تر اوسه نه دى نيول شوى.
د ښاغلي پيکان زوی هم تښتېدلى دى.