ولسمشر غني: د بیان ازادۍ ته درناوی لرو، خو په دې شرط چې مسؤلانه وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو په دې شرط چې مسؤلانه وي.

ښاغلي غني دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت نه دفاع وزارت ته د سرحدي ځواکونو د لېږد مراسمو کې وکړې.

د نوموړي په خبره، د بیان ازادي او ملي ګټې سره توپير لري

.

افغان ولسمشر د ملي شورا د دواړو مجلسونو له مشرانو د ملي دریځ لرلو له امله مننه وکړه.

که څه هم نوموړي د کوم شخص يا ډلې نوم وانه خیست، خو ظاهراً داسې ښکاري چې اشاره يې د کندهار ناستې ته وه.

 

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د بیان ازادي او ملي ګټې سره توپیر لري، اساسي قانون موږ متعهد کړي یوو چې د هېواد ملي ګټو ته ژمن پاتې شو، د بیان ازادۍ ته درناوی لرو، خو په دې شرط چې مسؤلانه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت يو شمېر سیاسي منتقدینو، د ولسي جرګې غړو، د سیاسي ګوندونو مشرانو او د کندهار ولایت یو شمېر خلکو په همدې ورځ په دغه ولایت کې د يوې ناستې په ترڅ کې د ملي يووالي په حکومت سختې نیوکې وکړې.

د دغې ناستې د زیاترو ویناوالو ټينګار په دې و چې حکومت د ناورین په طرف روان دی او د افغانانو ترمنځ هم واټن مخ په زیاتېدو دی.

په دغه غونډه کې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت نبیل، د کندهار ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق، د افغانستان د نوې جبهې ګوند مشر انوارالحق احدي، د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون، د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر، د کندهار خلکو او د ملي شورا شااوخوا ۶۰ تنو غړو ګډون درلود.

ټاکل شوې وه چې په دغه غونډه کې د بلخ والي عطا محمد نور او د عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم هم ګډون وکړي، خو د ځېنو تخنیکي ستونزو له کبله، د هغوی الوتکې ته د پنجشبې په ورځ د پرواز اجازه ورنه کړل شوه چې له امله یې دغه غونډه هم له پنجشنبې، جمعې او بیا شنبې ته وځنډېده.

د بلخ والي رسنیو ته ویلي چې د حکومت مشرتابه الوتکې ته د پرواز اجازه نه وه ورکړې.

د کندهار غونډې ته په خبرو کې د افغانستان د نوې جبهې مشر انوارالحق احدي وویل، د حکومت د کمزورې رهبرۍ له امله هېواد د ناورین خواته روان دی.

ښاغلي احدي وویل چې حکومت په خپلو کړیو ژمنو عمل نه دی کړی.

 

نوموړي زیاته کړه:

"د حکومت اوسنۍ رهبرۍ د انتخاباتي کمپاینونو پرمهال خلکو سره ژمنه کړې وه چې په شپږو میاشتو کې به سوله تامین کړي، خو يوازې دا نه چې سوله تامین نشوه، بلکې جګړې نور هم زور واخیست."

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل بیا د شفافو انتخاباتو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې له ناورین نه د وتو يوازنۍ لار د شفافو او سراسري انتخابتو جوړېدل دي.

د غونډې ګډونوالو په پای کې يو پرېکړه لیک هم صادر کړ چې پکې راغلي ولسمشر د اساسي قانون ۲۷ مادې نقض کړې دي.