کرېکټ: افغانستان د لویو وچو سیالیو اتل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان کرېکټ لوبډلې متحدو عربي اماراتو کې د اتو هېوادونو تر منځ د ای سي سي لویو وچو جام سیالیو کې اتلولي تر لاسه کړې.

افغانستان له متحدو عربي اماراتو سره سیالیو لومړۍ پاڼۍ کې ۵۱۰ منډې کړې وې او اماراتو په ځوابي لوبه کې ۱۹۷ منډې کړې وې.

دویمه پاڼۍ کې اماراتو لوبډلې افغانستان ۱۹ منډې هدف ورکړ او افغانستان د دغه هدف له پوره کولو وروسته لوبه وګټله او دویم ځل یې دغو سیالیو اتلولي یې تر لاسه کړه

.

د لوبو پچه د اماراتو لوبډلمشر ګټلې وه او افغان لوبډله یې منډو ته وبلله. د څلور ورځنۍ کرېکټ سیالۍ پر دویمه ورځ افغان لوبډلمشر اصغر ستانکزي سلیزه بشپړه کړې وه او راشد ارمان د متحدو عرب اماراتو درې لوبغاړي سوځولي وو.

لوبډلمشر اصغر ستانکزي د لویو وچو په سیالیو کې څلور سلیزې بشپړې کړې. ده د پاپوا نیوګیني، ایرلنډ او هانګ کانګ پر وړاندې هم سلیزې کړې وې.

د اماراتو پېچ د منډو لپاره اسان نه و. ځینې توپونه پرې کښېناستل او د سپېن بالرانو توپونه ډېر چورلېدل.

افغانستان له دې مخکې هانګ کانګ ته هم په څلور ورځنیو سیالیو کې ماتې ور کړې وه او دې سره د ای سي سي لویو وچو جام سیالیو جدول کې له ایرلنډه مخکې شو.

افغانستان درې ځله دغو سیالیو کې ګډون کړی دی او دوه ځله یې اتلولي ګټلې. د لویو وچو جام سیالۍ له دوو کلونو وروسته کېږي او څلور ځله ایرلنډ دغه سیالۍ ګټلې دي.

لومړی ځل افغانستان ۲۰۱۰ کال کې د لویو وچو اتلولي ګټلې وه.