اتمر له روسیې غوښتي چې افغانستان ته سوله راولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت مشاور وایي د روسیې له لورې د طالبانو د تجهیز په اړه دې یوه نړیواله پلټنه وشي او په عین وخت کې روسیه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د سولې په خبرو کې شامل شي.

حنیف اتمر، د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې روسیه د خبرو میز ته د طالبانو په راوړلو کې "د پام وړ رول" لري.

ښاغلي اتمر خپل روسي سیال نیکولای پتروشیف، ته وویل چې که روسیه د طالبانو سره اړیکه لري نو د مهربانۍ له مخې دې ددې ارتباط نه د سولې په ترویج کې گټه واخلي

.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل "طالبان باید ونه توانیږي چې ددې ارتباط نه په جگړه کې استفاده وکړي."

امریکایي ورځپاڼه بلومبرگ او د فرانسې خبري اژانس رپوټ ورکوي چې ښاغلي اتمر ویلي دي سره له دې چې افغان مقامات د روسیې او طالبانو د ارتباط په هکله تر اوسه هیڅ شواهد نه لري خو دغه موضوع "یوه ډیره حساسه مسله" ده.

ښاغلي اتمر ټینگار وکړ چې د افغانستان حکومت روسیې، د مرکزي اسیا حکومتونو او خپلو غربي متحدینو ته وړاندیز کړی چې د حقیقت موندنې یو گډ ماموریت دې د روسیې او طالبانو د ارتباط د ادعا په هکله تحقیق وکړي.

دا په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت قوماندان جان نیکلسن، تیره میاشت ویلي وو چې روسیې او طالبانو سره اړیکه نیولې ده خو روسیه ددې ډلې ملاتړ نه کوي.

له بلې خوا د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ تیره اونۍ له خپل روسیې سیال ولاديمیرپوتین سره په تیلیفون کې له ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان په هکله خبرې وکړې. که څه هم چې د دوی د خبرو ډېر جزیات نه دي څرگند شوي، خو دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر ضد پر پراخو هڅو ټینګار کړی دی.

یو شمېر افغان او امریکايي چارواکي روسیه تورنوي چې په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره نظامي مرستې کوي، خو روسیې دا تورونه رد کړي دي. افغان حکومت او امریکايي چارواکي په افغانستان کې د سولې او ثبات او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمې د هېوادونو همکاري ډېره مهمه بولي