پاکستان: له پوځ نه د امنیت ساتلو غوښتنه شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستاني حکومت پلازمېنه اسلام اباد کې د یوه مذهبي ډلې احتجاج بهیر کې له اړودوړ وروسته له پوځ نه د امنیت خوندي کولو لپاره د سرتېرو ځای پر ځای کولو غوښتنه کړې.

له دې مخکې هغه مهال نژدې ۲۰۰ کسان ټپیان شول، چې امنیتي ځواکونو د یوې لویې لارې اوږدو کې فیض اباد څلور لارې سره د دغې ډلې احتجاجیانو خپرولو اقدامات وکړل.

اوس له دغه ځایه د احتجاج کونکو شړلو پرېکړه لغو شوې ده. د احتجاج دغه لړۍ د پاکستان نورو ښارونو ته هم غځېدلې او ان سویل کې تر کراچۍ پورې رسېدلې ده. د احتجاج لړۍ د

د اسلام اباد او راولپينډۍ ترمنځ په فیض اباد څلور لاره کې امنيتي اورګانونو د هغو سلګونو احتجاج کوونکو پر ضد عملیات ګهیځ مهال پېل کړل، چې له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې يې پر یاده څلورلاره احتجاجي ناسته درلوده.

مرستندویه ډلې دواړو غاړو ته د ټپيانو شمېر تر سل زیات یادوي.

ځايي پولیس او امنيتي اورګانونو له ځايي وخت سره سم سهار اووه بجې د دغو مظاهره چیانو د لرې کولو لپاره عملیات پېل کړل. پولیسو پر مظاهره چیانو اوښلن ګاز وشیندل او د دوی ځينو خیمو ته يې هم اور ورته کړ او په ځواب کې يې مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتل.

د پسرور سیمې پولیسو یوه افسر خرم چیمه بي بي سي ته وویل، د پنجاب ایالت سیالکوټ سیمه کې مظاهره کوونکو د قانون فدرالي وزیر زاهد حامد پر کور د ډبرو ګوزارونه کړي دي، خو په وینا یې د برید پر مهال د وزیر کور کې څوک نه وو.

د پنجاب ایالت په یوه بل ښارګوټي شیخوپوره کې ځايي چارواکو ویلي د پاکستاني ملي اسامبلې یو غړی جاوید لطیف له مظاهره کوونکو سره د خبرو لپاره ورغلی و، خو وهل ټکول شوی دی او اوس یې په روغتون کې روغتیا مخ پر ښه کېدو ده.

چارواکي وايي ټلویزیونونو ته ویل شوي، چې پېښې په ژوندۍ بڼه خپرې نه کړي.

د لبیک یا رسول الله ګوند احتجاج کوونکي د پنجاب ایالت په مرکزي ښار لاهور کې هم شاهدره څلور لارې کې یو ځای شوي وو او وروسته یې د پنجاب ایالتي اسمبلي پر لور لاریون وکړ.

که څه هم شاوخوا شپږ ساعته د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ اخوډب دوام لاره او د څو ساعتونو لپاره يې مظاهره چیان له فیض اباد څلور لارې لږ وشړل، خو وروستي راپورونه وايي، مظاهره چیانو بېرته فیض اباد څلور لاره ونیوله.

چارواکي وايي، تر درې سوه زیات مظاهره چیان يې نیولي دي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دغه هیواد لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ته زنګ وهلی او وړاندیز يې ورکړی، چې له دغو مظاهره چیانو سره دي له اخو ډب پرته ستونزه هواره کړي.

پر خواله رسنیو ډېری کسانو د پوځ د مشر دغه خبره غندلې او تور يې پورې کړی، چې په اصل کې ددغو مظاهره چیانو تر شا ددوی لاس دی او د پاکستان ولسي حکومت نسکورول غواړي.

دغه مظاهره چیان چې له تېرو شاوخوا شلو ورځو راهیسې يې احتجاجي ناسته درلوده، غوښتنه يې کوله، چې د پاکستان د قانونو وزیر دژ له خپلې دندې استعفا ورکړي؛ دا ځکه چې په دې وروستیو کې په هغه لوړې کې بدلون شوی و، چې د پارلمان غړی به يې تر ټاکل کېدو وروسته اخلي.

د لوړې اخیستلو په دغې فورمه کې د اسلام د پيغمبر نوم لرې کړل شوی و، خو وروسته يې بېرته دغه فورمه په زاړه شکل کې جوړه کړه.

د لبیک یارسول الله غورځنګ او اهل سنت والجماعت مذهب پال تور پورې کوي، چې د پاکستان واکمنو دغه ګام د ختم نبوت پر ضد پورته کړی دی او باید په دې کې تورنو کسانو ته سزا ورکړل شي.

خو د پاکستان واکمن وايي، دغه غلطي يې بېرته اصلاح کړې او بېرته يې پکې د اسلام د پبغمبر نوم ګډ کړی نو باید احتجاج کوونکي خپل احتجاج پای ته ورسوي، خو مظاهره چیان وايي، تر هغه چې د پاکستان د قانون وزیر يې له دندې لرې کړی نه وي، ددوی احتجاج به دوام لري.

په اسلام اباد کې د مذهب پالو او امنيتي اورګانونو تردې اخوډب وروسته د پاکستان په یو شمېر ښارونو کې مذهب پالو احتجاجونه پېل کړي دي. په دغو ښارونو کې د پنجاب راولپينډۍ، ګوجرانواله، ګجرات، سیالکوټ، د سیند ایالت کراچۍ، د پښتونخوا پېښور او کوټه شامله ده.