امريکا او روسيې د سوريې په اړه ګډه اعلاميه تصويب کړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امريکا متحدو ايالتونو او روسيې ولسمشرانو د سوريې په اړه يوه ګډه اعلاميه تصويب کړه.

د روسيې خبري اژانسونو د کرملېن د وياند په حواله راپور ورکړى چې ډونالډ ټرمپ او ولاديمير پوتين په ويتنام کې د اسيا-پسفيک اقتصادي همکارۍ د سرمشريزې پر مهال تر لنډ تماس وروسته دا اعلاميه تصويب کړه.

د سوريې په اړه د روسيې او امريکا د ولسمشرانو په ګډه اعلاميه کې دواړو مشرانو موافقه کړې چې د داعش ډلې د ماتولو لپاره به ګډو هڅو ته ادامه ورکوي او د روسيې د خبري اژانسونو په حواله، دواړه لوري به په منځني ختيځ کې د خطرناکو ټکرونو او پېښو د مخنيوي لپاره د ارتباطاتو چنلونه فعالوي

.

د کرملېن وياند دميتري پيسکوف ويلي، دغه ګډه اعلاميه د ويتنام په دانانګ ښار کې د سرمشريزې په څنډه کې په ځانګړي ډول د ولسمشرانو کتنې ته ترتيب شوې وه.

د روسيې خبري اژانسونه وايي، په دې اعلاميه کې دواړو لوريو د سوريې ځمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ او ملي حاکميت ته خپل تعهد تائيد کړى.

په اعلاميه کې د ملګرو ملتونو د جنيوا پروسې په چوکاټ کې د سوريې د لانجې د سياسي حل غوښتنه شوې ده.

په اعلاميه کې ويل شوي، دواړو لوريو موافقه کړې چې د سوريې شپږکلنه شخړه نظامي حل-لار نه لري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه روسي سيال ولاديمير پوتين په دې اړه نن په داسې حال کې لنډې خبرې وکړې چې په ويتنام کې د اسيا پسفيک اقتصادي همکاريو د سرمشريزې پر مهال د يوه ګډ عکس اخيستو لپاره سره روان وو.

سپينې ماڼۍ ويلي، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ کومه رسمي کتنه نه ده پلان شوې، دواړو ولسمشرانو پرون د شپې د ډوډۍ پر مهال يو بل ته لاسونه ورکړل او نن يې د دې سرمشريزې د پيل پر مهال هم لاسونه سره ورکړل.

سپينې ماڼۍ پرون ويلي وو، په مهالوېش کې د ځينو ټکرونو له کبله د دواړو ولسمشرانو ترمنځ کومه رسمي کتنه پلان شوې نه ده، خو دا ممکنه ده، چې دواړه ولسمشران ښايي يو بل ته لاس ورکړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اسيا ته په ١٢ ورځني سفر وتلى دى.

له زياتې مودې راهيسې د امريکا په مشرۍ ائتلاف او روسيه په سوريه کې د داعش ډلې پرضد جنګېږي.

د سوريې په شپږکلنه کورنۍ جګړه کې روسيه د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کوي، امريکا بيا د هغو جنګياليو ملاتړ کوي چې د سوريې د رژيم پرضد جنګېږي.

په دې جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي او په لکهاوو نورو خلک کډوال يا هم بېځايه شوي دي.