۴۰ کلونو کې لومړی ځل د افغانستان د جزا قانون نوی شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ۴۰ کلو کې د لومړي ځل له پاره او تر اوږده انتظار وروسته د افغانستان د جزا قانون نوی شو چې د جرمونو نوې بڼې لکه انټرنېټي جرمونه او بچه بازي هم رانغاړي.

دا قانون چې ''د جزا کوډ '' بلل شوی سملاسي د عاجلو غوښتنو له مخې د تقنیني فرمان په بڼه راوتلی او وروسته به ملي شورا ته استول کېږي.

د افغانستان د جزا نوی کوډ چې پخواني تیت او پرک قوانین په کې راټول او اوسنیو شرایطو ته په کتو ترتیب شوی، ۷ څپرکي او ۹۱۶ مادې لري

.

دغه کوډ ولسمشر د یوه تقنیني فرمان له مخې توشیح کړی او په فوق العاده رسمي جریده کې خپور شوی دی. افغان چارواکي وایي، د جزا دغه کوډ یې د نړیوالو له غوښتنې سره سم په منل شویو معیارونو چمتو کړی او د تصویب لپاره به ملي شورا ته هم واستول شي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د جزا کوډ د معرفي په غونډه کې وویل، له نوي کوډ سره د جزا پخواني ۳۴ تیت او پرک قوانین لغوه شوي دي.

''کولای شو ووایو چې د جزا دغه کوډ یو بدلون او نوښت او د قانون جوړونې په برخه کې لوی پرمختګ دی. بله خبره د دغه قانون جامعیت دی، د قانون په وروستۍ ماده کې راغلي چې د جزا د دغه کوډ په نافذېدو سره ۳۴ پخواني قوانین او احکام چې په تیت او پرک ډول جوړ او چاپ شوي وو، لغوه کېږي. ''

افغانستان د لومړي ځل لپاره د سردار داوود خان د ولسمشرۍ پر مهال د جزا قانون جوړ کړ.

هغه قانون د مصري علماو له خوا لومړی په عربي لیکل شوی و او بیا پښتو او دري ته ژباړل شوی و چې د نوي کوډ تر جوړیدو ګټه ترې اخېستل کېده.

د جزا په نوي کوډ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون نه دی ځای شوی او د عدلیې وزارت په خبره، هغه مهال چې ملي شورا یاد قانون تصویب کړي، په دې کوډ کې به ځای پر ځای شي.

افغان قانون پوه اشرف رسولي چې د جزا کوډ په جوړېدو کې یې ونډه اخیستې وایي، نوي کوډ کې د جرم او سزا انډول په پام کې نیول شوی او د بچه بازۍ او سایبري جرمونو په ګډون مروجو جرمونو ته په کې سزاوې ټاکل شوي دي.

''ځینې جرمونه بیخي قانون کې نه وو، له هغې ډلې سایبري جرمونه چې نوي منځ ته راغلي، خو مونږ د جزا نوي کوډ کې دې جرم ته یو باب ځانګړی کړی، د اداري فساد جرمونه هم دغه کوډ کې ځای شوي او د نړیوالو کانوانسیونونو له مخې ورته سزا ټاکل شوې، دغه جزایي کوډ کې د چاپیریال ساتنې او ټاکنو اړوند جرمونه هم راغلي چې یو نوی کار دی. ''

د جزا په نوي کوډ کې د حبس کم تر کمه موده درې میاشتو ته راغلي، خو په پخوانیو قوانینو کې دا سزا د ۲۴ ساعتونو لپاره وه.

افغان چارواکي هیله ښيي چې د جزا نوی کوډ به د عدالت د پلي کولو پر مهال د قاضي، څارنوال او مدافع وکیل په چارو کې ډیرې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.