ولسمشرغني د طالبانو وروستي بریدونه "سیاسي ځانوژنه" وبلله

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وریښمو لارې دولسمې دوه ورځنۍ غونډې پرانستونکې وینا کې د جمعې په ورځ(د اکتوبر۲۰) د حکومت د مخالفو وسلوالو وروستي بریدونه د دغو ډلو سیاسي ماته وبلله.

د ښاغلي غني اشاره د کندهار، پکتیا او غزني وروستیو بریدونه ته وه، چې له سلو ډېر کسان پکې ووژل شول او شاوخوا دوه نیم سوه ټپیان شول.

د ولسمشر غني په خبره، دا بریدونه ښيي چې پر افغان ځواکونو فشار دی او په هر سنګر کې سر ور کوي. ولسمشر غني زیاته کړه "خو دا فشار ځکه دی چې هغه شبکې چې زموږ تباهي غواړې خپله بربادي ویني پوهېږي چې د جنګ په میدان کې

موږ ته ما ته نشي را کولی".

ولسمشر غني په دې باور دی چې له دې وروسته به د افغان حکومت وسله وال مخالفان او د هغوی ملاتړي له سخت فشار سره مخ شي. هغه وویل:"واقعا دا د دوی انفرادي ځانوژنه نه، بلکې د دوی سیاسي ځانوژنه ده".

که څه هم ولسمشر د طالبانو د ملاتړو په یادولو سره د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو تر ډېره افغان چارواکي پاکستان د مخالفو وسلوالو په ملاتړ تورنوي.

په وروستیو کې افغان چارواکي ایران ته هم ګوته نیسي چې د مخالفو وسله والو ملاتړ یې کوي.

او تر ۲۵۰ یې ټپیان کړل.

په کندهار او پکتیا کې وسله والو په جګړو کې له حکومتي ځواکونو په نیول شویو زغرګاډو دا بریدونه وکړل. د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د پنجشنبې په ورځ د طالبانو برید کې ۴۳ سرتېري ووژل شول.

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په پوځکوټ کې ۶۰ سرتېري و، یواځې دوه روغ وتلي دي.

له هغه وړاندې د سې شنبې په ورځ وسله والو په پکتیا کې د امنیه قومندانۍ سره نژدې د پولیسو پر روزنځي له برید سره ۴۷ او د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ۲۵ امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي ووژل.

دې پېښو یو ځل بیا افغان امنیتي ځواکونه د امنیت ساتلو کې له پوښتنې سره مخ کړل.

.

وروستیو امنیتي پېښو د غونډې پر بحثونو هم سیوری غوړولی دی. ولسمشر د سیمې د لسو هېوادونو له راغلو ښاروالانو او استازو هم مننه وکړه چې په داسې سختو امنیتي شرایطو کې افغانستان ته راغلي دي.

د ورېښمو لار د ۶۷ هیوادونو له ۲۰۰ ښارونو تېرېږي او دغه لرغونې لار د نړۍ درې وچې اسيا، افريقا او اروپا سره نښلوي.

د دغې پروژې غړي هېوادونه په ترتیب سره د کلنیو غونډو کوربه توب کوي. افغان حکومت د وريښمو لار لکه د نورو اقتصادي او سوداګریزو پروژو په څېر د اقتصادي پیاوړتیا او سیاسي ثبات لپاره مهمه بولي.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل، دا پروژې به افغانستان هغې موخې ته ورسوي چې غواړي د سیمې او نړۍ په څلور لارې بدل شي.

سوداګري کېدله.

د ورېښمو لار چې نوښت یې د نړۍ د دویم ستر اقتصاد چین پر غاړه دی د سیمې د سوداګریزې پراختیا ښه زیری دی، خو لا هم لیدل کېږي چې دا او ورته نورې پروژې د بېلابېلو ستونزو له امله پرمختګ نه کوي.

افغانستان کې روان تاوتریخوالی د یادو پروژو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېږي.

په دې سبب له کابله لا هم په سترو اقتصادي پروژو لکه تاپي، کاسا زر، لاجورد لارې، اوبو بندونو او پټلۍ کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کېږي.