ترکي ځواکونه سوریې ته ننوتي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ترکیې د سوریې د ادلیب ولایت ته سرتیري استولي چې په سیمه باندې د جهادي ډلو ولکه پای ته ورسوي.

د ترکیې پوځي چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې ترکي قواوی د سیمې د څارنې لپاره پوستې جوړوي.

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د رپوټ له مخې دې هیواد د سوریې شمال لویدیځ ته ١٠٠ سرتیري او ٣٠ پوځي وسایط لیږلي دي. ورځپاڼه زیاتوي چې نورې قواوی به په راتلونکو څو ورځو کې واستول شي

.

ترکي ځواکونه د ازادې سوریې د پوځ ملاتړ کوي چې د بشارالاسد د رژیم پرزول غواړي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ په یوه تلویزیوني وینا کې هغو عملیاتو ته په اشارې چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوي وویل "مونږ ویلي وو چې مونږ به ناڅاپه یوه شپه راشو او تیره شپه...مونږ عملیات پیل کړل".

ښاغلي اردوغان زیاته کړه "دا مونږ یو چې د سوریې سره ٩١١ کیلومتره اوږده پوله لرو، او مونږ د گواښ سره مخامخ شوي یو".

په ترکیه کې شاوخوا درې ملیونه سوري او عراقي مهاجر اوسیږي. امنیتي کاپوهانو خبرداری ورکړی چې کیدای شي ترکیه نه یواځې د بشري ناورین سره مخامخ شي بلکه ممکن د هغو جهادیانو له لورې د گواښ سره مخامخ شي چې د سوریې په ادلیب کې میشت دي.

په سوریه کې د ترکیې پوځي مانورې وروسته له هغې پیل شوې چې تیره میاشت د ترکیې، روسیې او ایران دیپلوماتانو سره په استانه کې ولیدل او موافقه یې وکړه چې په ادلیب کې یوه بیطرف زون ایجاد شي او څارونکي ورته ولیږل شي.