ټرمپ د ایران اټومي موافقه تائید نکړه او په تهران یې نوي بندیزونه ولگول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي موافقې په اړه خپل تصمیم اعلان کړ او پر تهران باندې یې نوي بندیزونه ولگول.

ښاغلي ټرمپ وویل غواړي نن خپله ستراتیژي د یو لړ هغو اقداماتو سره اعلان کړي چې "د ایران د متخاصم رژیم اعمالو ته ځواب وویل شي او هیڅکله هم – بیا وایم هیڅکله هم – اټومي وسلې تر لاسه نکړي".

جمهور رئیس ټرمپ د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي تړون په اړه په خپله وینا کې وویل چې د خپلو متحدینو سره یوځای له نژدې د ایران اټومي فعالیتونه څاري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به امریکا ددې تړون نه وباسي

.

په نویو بندیزونو کې د ایران پر سپاه انقلاب باندې سخت بندیزونه هم شامل دي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې "د هغه گواښ په هکله چې د ایران له لورې متوجه دی د خپلو متحدینو سره د پراخو مشورو وروسته د ایران په اړه نوې پالسي اعلانوم چې ورانونکو اعمالو ته یې ځواب وویل شي".

ښاغلی ټرمپ وویل "لومړی - به د خپلو متحدینو سره په دې کار وکړي چې د [ایران] د رژیم بې ثباته کوونکو اعمالو او په سیمه کې د ترهگرو نه د هغې د ملاتړ مخه ونیول شي. دوهم – مونږ به پر رژیم باندې اضافي بندیزونه ولگوو چې د ترهگرۍ سره د مالي مرستو مخه یې ونیول شي. دریم – مونږ به د رژیم د میزایلو او وسلو د پراخولو پر وړاندې چې گاونډیان، نړیوال تجارت او د بېړیو چلولو ازادي گواښي، اقدام وکړو. او بالاخره مونږ به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره د رژیم هر ډول هڅه شنډه کړو".

ښاغلي ټرمپ وویل د ایران دیکتاتور رژیم "خپلو تیریو ته دوام ورکوي". او زیاته کړه چې "د [ایران] رژیم په نړۍ کې د ترهگرۍ د ملاتړو دولتونو مخکښ دی او القاعده، طالبانو، حزب الله، حماس او نورو تروریستي شبکو سره مرستې کوي".

د ښاغلي ټرمپ دغه نوی تصمیم د امریکا کانگرس دې ته اړوي چې ددې موافقې او د ایران له لورې د هغې د تطبیق په هکله د امریکا په قانون بیا غور وکړي چې په هرو ٩٠ ورځو کې یې جمهور رئیس لاس لیک کوي.

د ښاغلي ټرمپ له وینا دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن خبریالانو ته په وینا کې په دې ټینگار وکړ چې د جمهور رئیس ټرمپ اقدام د ایران سره د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا او د اروپایي ټولنې د پنځو دایمي غړو د اټومي موافقې په اړه د امریکا ژمنو ته تغییر نه ورکوي.

د ښاغلي ټرمپ دغه نوی تصمیم د امریکا کانگرس دې ته اړوي چې ددې موافقې او د ایران له لورې د هغې د تطبیق په هکله د امریکا په قانون بیا غور وکړي چې په هرو ٩٠ ورځو کې یې جمهور رئیس لاس لیک کوي.

غبرگونونه

روسیې خبرداری ورکړی چې د ایران د اتومي موافقې نه د امریکا وتل به د نړۍ ثبات ته خطر پیښې کړي.

د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ویاند دمیترې پیسکوف ویلي دي که امریکا د موافقې نه ووځي، دا کار به په ټولې نړۍ کې ثبات، امنیت او د اتومي وسلو د نه خپرولو چارو ته زیان ورسوي.

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونې و غندلې او وویل چې د ایران اټومي تړون په نړیواله کچه منل شوې موافقه ده. د ایران د پارلمان رئیس بیا ویلي دي چې د امریکا دا کار به ملګرو متلونو ته سپکاوی وي.

سعودي عربستان د ایران په هکله د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د وینا هر کلی کړی دی او بلخوا د اسرائیل د استخباراتو وزیر بیا د ښاغلي ټرمپ وینا "مهمه" گڼلې او ویلي یې دي چې د تهران ګواښونو ته په کتو، ښایي چې د ایران سره د جګړې سبب شي.