اتمر: افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له دوو شرطونو نه یو پوره کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره دوه شرطونه مطرح کړي چې یو يې پوره او بل يې لا نه دی پوره شوی.

محمد حنیف اتمر چې د پنجنشنبې په ورځ یې په کورنیو چارو وزارت کې د یوه سیمینار د پای په مراسمو کې خبرې کولې وویل، افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې بریالي دي، خو د فساد، ظلم، بې عدالتیو، چور چپاول او د بشري حقونو د نقض د مخنیوي په برخه کې لا نه دي بریالي شوي

.

نوموړي زیاته کړه:

"لمړی شرط چې پوره وو او دوی هم ومانه او راسره ودرېدل هغه د جګړې په میدانونو کې ستاسو شهامت او مېړانه وه، دوهم شرط چې نړیوال یې لري او ملت یې لري، خلک له موږ څخه کامیابي غواړي موږ د دغه شرط د پوره کولو لپاره په سمه لار روان یو، خو تراوسه کامیاب شوي نه یو، په هغه شکل چې د ترورېزم پر وړاندې درېدلي یو له موږه غواړي چې د فساد، ظلم، چور، چپاول او د بشري حقونو د نقض په مقابل کې هم په همدې شهامت ودرېږو."

ښاغلي اتمر همدا راز وویل چې په امنیتي بنسټونو کې د نورو برخو ترڅنګ لاهم د کشف او استخباراتو په برخه کې ګڼې ستونزې موجودي دي.

د نوموړي په خبره جګړه د اطلاعاتو ده او ضروري ده چې په دغه جګړه کې د بریا لپاره د استخباراتو او کشف ظرفیت او قابلیت لوړ شي.

د پخوا په پرتله په افغانستان کې د تروریستانو زیاتېدل، د تجهزاتو کمبود، د محاربوي ظرفیت ټیټوالی، پر وخت امنیتي ځواکونه ته نه رسېدنه، په چارو کې نه شفافیت د ښاغلي اتمر په خبره په امنیتي بنسټونو کې له لویو ستونزو څخه دي.

که څه هم نوموړی ډاډ ورکوي چې نړۍ به د ترورېزم تر خمتېدو او یاهم پر خپلو پښو د افغان ځواکو تر درېدلو افغانان یوازې پرېنږدي خو وايي امنیتي ځواکونه هم خپل مسؤلیتونه لري.

دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې د کورنیو چارو وزارت په حکومت د فساد د زړه حیثت لري خو په دې برخه کې د جدي پلانونو د عملي کولو خبره هم کړې وه.

غني: خپله د فساد ضد مبارزې د ادارو ډېرېدو فساد ته لاره هواره کړې

ایا امنیتي لیکو کې فساد د سولې په وړاندې خنډ دی؟

مراد: په کورنیو چارو وزارت کې د اداري فساد له منځه وړل ډېر کار ته اړتیا لري

د کورنیو چارو ارشد معین مراد علي مراد بیا وايي افغان ځواکونه په مېړانه جنګېږي، خو د تجهیزاتو له جدي کمبود سره مخامخ دي.

د ښاغلي مراد په خبره که څه هم اوسني پولیس له پخوا سره ډېر فرق لري، خو وايي، د تجهزاتو د کمبود له کبله اړ دي چې «ډي. ډي. ار» شوي وسلې ته مخ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د تجهزاتو په برخه کې په کافي اندازه مشکلات موجود دي ان تر دې چې اوس موږ اړ شوي یو څو هغو وسلو ته چې د ملي اردو له لورې د ډي ډي ار پروسې په نتیجه کې راټولې شوي مخه کړو."

له دې ټولو سره سره د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی بیا وايي په امنیتي بنسټونو کې فساد په خبرو نه بلکې د جدي سیاسي ارادې په موجودیت کې لمنځه تلای شي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل په امنیتي بنسټونو کې فساد او بې عدالتیو نه یوازې د دغه ځواکونو باور ته زیان رسولی بلکې پر امنیتي وضعیت یې هم بد اغېز کړی دی.