ټېلرسن او یو شمېر نور امریکایي پوځي چارواکي پاکستان ته ځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن او یو شمېر پوځي چارواکي په راتلونکو څو اونیو کې پاکستان ته لاړ شي.

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په روانه اکټوبر میاشت کې خپل یو شمېر لوړ پوړي ډیپلوماتان او پوځي سلاکاران پاکستان ته ولېږي.

امریکايي او پاکستاني سرچینو تائید کړې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به د روانې اکټوبر میاشتې په ورستیو کې اسلام اباد ته سفر وکړي

.

هغو چارواکو چې له دې موضوع خبر دي، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي دي چې د امریکا سیاسي او پوځي چارواکي به له پاکستانه وغواړي چې له سخت دریځو او ترورېستي ډلو خپل ملاتړ بند کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د خپلې ستراتیژۍ د اعلانولو پر مهالپاکستان تورن کړ چې ترورېستي ډلو ته خوندي پناه ځایونه ورکوي .

ډونالد ټرمپ وویل، موږ پاکستان ته میلیاردونه ډالر ورکړل، خو دې هېواد په بدل کې هم هغو ترورېستي ډلو ته پناه ورکړې ده چې موږ ورسره په جګړه بوخت یوو.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز ماټېس تېره اوونی کانګرس ته وویل، غواړي پاکستان ته یو وروستی فرصت ورکړي چې دا هېواد همکاري کوي او کنه.

 

د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماټېس

پاکستان دا ردوي چې ګواکې دا هېواد ترورېستانو ته پناه ورکوي او لا هم د ترورېزم پر وړاندې مبارزه کې پر خپل صداقت ټینګار کوي .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف له واشنګټنه په خپل وروستي سفر کې وویل، د دې پر ځای چې یو او بل تورن کړو، باید د سیمې د امنیت او سولې لپاره په ګډه کار وکړو.

د امریکا په جورج ټاون پوهنتون کې د جنوبي اسیا د چارو څېړونکې کریسټین فیر اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې پاکستان د ولسمشر ټرمپ غوښتنه نه مني، ځکه د هغې په خبره، پاکستان اراده نه لري چې له هغه څه چې همدا اوس يې ترسره کوي، زیات او نوی کار وکړي.

کرسټین فیر وايي، په یوه صورت کې د ولسمشر ټرمپ غوښتنې عملي کېدای شي او هغه داسې چې که امریکا د خپلو هغو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره هغه څه کړي چې د دې هېواد پخوانیو ادارو نه دي کړي.

دغه امریکايي کتونکې وايي، پاکستان یو فریبکار هېواد دی او باید په اغېزمنه توګه مجازات شي.