واشنګټن سعودي ته د بالستیک توغندي ضد سیستم ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا حکومت سعودي عربستان ته د بالستیک توغندیو ضد "تاد" سیستم په ورکولو هوکړه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، سعودي عربستان به ددغه سیستم په مقابل کې واشنګټن ته ۱۵ میلیارد ډالر ورکوي. ددغه سیستم نصبولو هدف د امریکا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د ګټو خوندیتوب ښودل شوی.
وزارت وايي، په دې معاملې سره به د ایران د ګواښونو پروړاندې د سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو او سیمې امنیت هم پیاوړی شي.
دا اعلان له روسیې نه د سعودي له خوا د هوايي دفاع د سیستم تر اخیستو ایله یوه ورځ وروسته شوی دی

.
د امریکا د دفاع وزارت (پنتاګون) د دفاعي امنیتي همکارۍ بنسټ ویلي، دا معامله به په سیمه کې د پوځي انډول ساتلو په زیان نه وي.
تاد توغندي ضد سیستم څه شی دی؟
    دغه سیستم لنډ او اوږد واټن ویشتل شوي توغندي د توغولو لومړي او وروستي پړاو کې راغورځولی شي.
    تر ۲۰۰ کیلومترو پورې رسېدلی او ۱۵۰ کیلومتره لوړ ختلی شي.
    وړاندې امریکا دغه سیستم په ګوام او هاوايي کې د شمالي کوریا د احتمالي بریدونو پرضد نصب کړی و.
وړاندې "تاد" دفاعي سیستم په سوېلي کوریا کې د ګاونډۍ شمالي کوریا د ممکنه توغندیزو بریدونو پروړاندې هم لګول شوی و.
خو د سوېلي کوریا ډېری اوسېدونکو له دې وېرې ددغه سیستم پر نصبولو نیوکه وکړه، چې ګني دا کار په لوی لاس د دوی سیمې د پیونګ یانګ د بریدونو موخه ګرځوي او ورڅېرمه وګړي له خطر سره مخامخوي.
بیجینګ هم ددغه سیستم له نصبولو سره مخالفت ښودلی و، چې په وینا یې په سیمه کې امنیتي انډول له خطر سره مخامخوي.
د توغندیو دغه دفاعي سیستم لوکهید مارټن شرکت جوړ کړی، چې د ځمکې له هوايي پوښ لوړې ارتفاع نه راتلونکي توغندي شنډولی شي.
ددغه سیستم بله ځانګړتیا دا ده چې داتومي سروکي لرونکو توغندیو مخه هم نیولای شي.