اسلام اباد: محکمې د نواز شریف د زامنو د نیولو امر وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان يوې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د زامنو، لور او زوم د نیولو امر کړی، خو وايي پر ښاغلي شريف لگېدلي تورونه به د اکتوبر مياشتې پر نهمې نېټې رسما" اعلان شي.

ښاغلی شریف نن دویم ځل په اسلام اباد کې د احتساب دې محکمې ته حاضر شو.

* د کلثوم نواز بری او د شریف کورنۍ راتلونکی

* نواز شریف؛ سوداګر چې له ستونزو او فساد ډک دولت یې اداره کاوه

یادې محکمې ځکه پر ښاغلي شریف نن په رسمي توګه تور ونه لګاوه، چې په همدې قضیه کې نور څلور تورن کسان ور سره حاضر شوي نه وو

.

دغه تورن کسان د ښاغلي شریف دوه زامن، یوه لور او زوم دي.

محکمې د نوازشریف د دوو زامنو حسن نواز او حسین نواز او زوم صفدر د داسې نیولو امر کړی، چې تر نیولو مخکې يې ضمانت نشي کېدلی. خو د هغه د لور مریم نواز بیا تر نیونې وړاندې ضمانت کېدلی شي.

له نیولو مخکې د مریم نواز ضمانت کېدلی شي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف- چې د درغلۍ په تور د دغه هېواد سترې محکمې د روان عیسوي کال په جولای میاشت کې له دندې ګوښه کړ- اوس يې هم د دغه هېواد په احتساب محکمه کې قضیه روانه ده.

د دغه هېواد سترې محکمې د پاکستان احتساب ادارې (نېب) ته امر کړی و، چې د احتساب یادې محکمې ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف او کورنۍ ضد د درغلۍ درې دوسیې واستوي.

* د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

* 'پاناما لیکس' او د نواز شریف د زامنو د کاروبار ډاګیزه شوي اسناد

دا دوسیې یوه په بهر کې د پټو شتمنیو، دویمه د العزیزیه پولادو کمپنۍ او د ریمه په لندن کې د کور په تړاو ده، چې د سترې محکمې په خبره پکې درغلي ښکاري.

د نوازشریف وکیل محکمې ته وویل، په لندن کېد ښاغلي شریف د مېرمنې کلثوم نواز د سرطان درملنه روانه ده، درې واړه اولادونه يې له هغې سره هملته دي، ځکه دې محکمې ته حاضر نه شول.

د کورنیو چارو وزیر نه پرېښودل

د دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په دې محکمه کې چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر حاضرېده، نو د ده د ګوند سیاستوال او د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هم یادې محکمې ته د تللو هڅه وکړه، خو رینجر سرتېرو پرې نه ښود.

د کورنیو چارو وزیر له رسنوالو سره خبرو کې په دې سخته خواښيني څرګنده کړه او اخطار يې ورکړ، چې که د رینجرو د هغه چارواکي- چې دی يې له محکمې را وګرځاوه- پر ضد جدي ګام پورته نه شي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.