د امریکا د لاس ویګاس په برید کې لږ تر لږه ۵۰ تنه ووژل شول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

امریکايي چارواکي وايي یو وسله وال سړي د لاس ویګاس په ښار کې د یو کانسرت په ګډونوالو ډزې کړي چې له کبله یې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.

امریکايي مطبوعات وايي په برید کې همدغه راز شاوخوا ۴۰۰ نور ژوبل شوي هم دي.

د ښار یو پولیس چارواکي جوزیف لامباردو وویل په برید کې یو پولیس هم وژل شوی او بل ژوبل شوی دی. ښاغلي لامباردو وویل پولیسو بریدګر وژلی دی.

برید د امریکا د نویدا ایالت د لاس ویګاس په ښار کې په ځايي وخت د دوشنبې د شپې په لسو بجو وشو او ډزې د څو دقیقو لپاره روانې وې. د هارویست د موسیقۍ په دغه کانسرت کې پر عامو خلکو سربېره یو شمېر چارواکو هم برخه اخیستې وه

.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړی وسله وال برید بلل کیږي.

بریدګر د همدې سیمې اوسېدونکی و، نوم یې سټیفن پادوک ښودل شوی او ۶۴ کلن و، خو دا چې ولې یې برید وکړ، لا په اړه یې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

کانسرت په یو سر خلاصي میدان کې روان و چې بریدګر د ورڅېرمه هوټل له ۳۲ پوړ څخه ډزې وکړې. د نویدا ایالت لاس ویګاس د سیلانیانو لپاره مشهور ځای دی او ویل کیږي چې هر کال ۳.۵ میلیونه امریکایان او بهرنیان لاس ویګاس ته ځي.

ولسمشر ټرمپ په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو سره خواخوږي وښوده، هغه په خپل ټویټر کې لیکلي" خدای دې تاسو وبخښي".